خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د بهرنیو اسعارو په راکړې ورکړې دې بندیز ولګوي او د افغانیو د ترویج برخه کې دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي ترڅو خلک په خپله خوښه افغانۍ په لاس کې واخلي.
يو تن ملي تجار عبدالقدير بیا د خلکو او حکومت څخه غوښتنه کوي چې د بهرنيو اسعارو د مخنيوي برخې ته دې جدي پاملرنه وکړي ترڅو اوښتي زيانونه بیرته جبران شي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، چې نن (شنبه، د تلې ۱) د دې ولایت په ټولو بازارونو کې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده شوې او زیاتوي چې خلک کولای شي بهرني اسعار یوازې په صرافیو کې تبادله کړي.
ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې هټۍ نن (دوشنبه، ۲۷ د لیندۍ) د دې ولایت په چهارچينو ولسوالۍ کې د افغانيو د ترويج کميټې له لوري تړل شوې دي.
No More Content