د طالبانو وياند وايي، چې د طالبانو د مشر له لوري داسې فتوا نه ده ورکړل شوې بلکې د دې ډلې دارالافتا «مجاهدينو ته لارښوونه کړې چې له اجازې پرته دباندې جنګ ته تلل جهاد نه ګڼل کېږي».
ټي ټي پي په حقيقت کې د القاعدې او طالبانو له جهاد څخه را زېږېدلی يو غورځنګ دی او په تېرو کلونو کې ټي ټي پي له افغان طالبانو سره اوږه پر اوږه د جمهوريت او بهرنيو ځواکونو پر خلاف جګړه کړې.