د شونګړۍ درې اوسېدونکي وايي، د پاکو اوبو شبکې د خرابوالي له امله یې کوچني اولادونه هره ورځ د خوړو اوبو پسې ځي، چې دې چارې له زده کړو هم بې برخې کړي.
د لغمان لپاره د طالبانو والي وایي، پر دغو شبکو ۴۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو زمینه برابره شي.
د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي شاه واعظ وايي، د پاکو اوبو نشتوالي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي، چې دې چارې پر بېلابېلو ناروغیو هم اخته کړي دي.
شرافت د طالبانو د اوبو رسونې پر ادارې نیوکه کوي او وایي، د ډیرو کورنیو د اوبو نلونه میټر سیستم هم نه لري او هغه کورنۍ چې په خپل وخت د اوبو بیل تحویلوي بیه یې لوړه او د اوبو تش نلونه پرې حسابوي.
نوموړی زیاتوي، چې د یوې کورنۍ دوه تنو د خپلې کورنۍ لپاره د اوبو ترلاسه کولو په موخه له یوې ژورې څاه څخه اوبه راپورته کولې چې څاه پرې نړیدلې.
د ارزګان خلک چې د اوبو کمښت انديښمن کړي وايي، چې په دې ولایت کې د اوبو ټولې هغه زيرمې چې په تېرو کلونو کې به خلکو ورڅخه ګټه پورته کوله سږکال په مطلق ډول وچې شوې دي.
دا مهال د پکتیکا په ګڼو لېرې پرتو ولسوالیو کې خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د خوړونو له ناپاکو اوبو استفاده کوي، چې بار، بار یې له دې وړاندې ګڼو خلکو له بېلابېلو ساري نارغیو هم شکایتونه کړي دي.
د کونړ د مرورې ولسوالۍ اوسیدونکی حضرت ولي وایي، ډیر کله د څښاک پاکو اوبو نشتون له کبله ځایي خلک له سیلابي او د خوړنو له ککړو اوبو استفاده کوي.
هلمند ولايت کې د طالبانو د سينديزې حوزې د اوبو د تنظيم مسوول انجينر ذبیح الله فروتن وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ځمکې د يو شمير ترکيباتو له امله اوبو خپل خوند اړولی دی.
د سپین غر ولسوالۍ اسدخیلو سیمې قومي مشر سیلي خان وایي، په دغه سیمه کې د اوبو دا شبکه داسې مهال فعالېږي، چې له دې وړاندې ۵ کاله د دې سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.