د سرچینې په وینا، دغو چورلکو د جګړې له سیمې د حصارک ولسوال په ګډون ځینې ځواکونه او پرسونل لېږدول، چې د پورته کېدو پر مهال یې یو بل سره ټکر کړی او پرېوتې دي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري چې په ياده فراغت غونډه کې خبرې کولې، زياته يې کړه چې د طالبانو لخوا روزل شوو کسانو ته د نورو زده کړو ترڅنګ بشپړه اسلامي روزنه او روحیه هم ورکول کيږي چې د نړۍ ستر هېوادونه دغه ډول پوځ نه لري.
د پاکستان په سياست کې د پخوا په څېر يوه بله پوښتنه د ټاکنو د پايلو له اعلان سره سمه را پيدا شوه چې ايا دا ځل به منتخب لومړی وزير خپله موده پوره کړای شي؟ او که به د پنځو کلونو په سياسي کشمکش کې هم خپله څوکۍ او هم حکومت وبايلي.
د پوځي حکومت وياند تورن جنرال زوان مين تون له دولتي ټلويزیون سره په خبرو کې منلې چې پر مراسمو بريد شوی دی، خو ده د حکومت مخالف پوځونه په سيمه کې د جګړې په کولو تورن کړي دي.