ښځينه محصلینو د پوهنتون له نارينه محصلينو او استادانو غوښتي: «موږ پر تاسو غږ کوو چې پوهنتونونه تحريم کړئ او طالبانو ته درس ورکړئ.»
د پوهنتونونو له تړل کیدو وروسته زیاتره ښځینه محصلینې له رواني اړخه کړيږي چې لامل یې خپل راتلوونکي ته اندیښنه او نامعلوم برخلیک دی.
دغه راز د وږمې په نوم د يوه بل خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله بیا وایي، له کله نه چې طالبان واک ته رسېدلي ټول فرمانونه او قوانین یوازې پر ښځو عملي کېږي.
یوه لاریون کوونکې محصله وایي، طالبان د دې پر ځاى چې ښوونيز او اکاډميک سيسټم او کيفيت ته پام وکړي، د نجونو جامو پسې لګیدلي دي؛ پداسې حال کې چې ښځینه محصلانې مناسبې جامې اغوندي او ماسک اچوي.
ټاکل شوې وه چې کندهار کې د طبي شورا په سږنۍ ازموينه کې د نارینه فارغینو ترڅنګه نږدې ۲۰۰ ښځينه قابلو او نرسانو ګډون کړی وی، خو د طالبانو له لوري ورته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
د کونړ اوسیدونکې نوریه چې اوسمهال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصله ده، هم د طالبانو له لوري پر ښځينه زده کوونکو تازه بندیزونو اندیښمن کړې.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تېره ورځ په يوه مکتوب کې له دولتي او خصوصي پوهنتونو وغوښتل چې د نجونو زده کړې دې تر امر ثاني پورې «ځنډيدلې» وي.
د هرات پوهنتون مخې ته په یوې راټولیدنه کې د «تعلیم او امنیت»، «مه وېرېږئ، مه ویریږئ، موږ ټول له یوبل سره یو» او « پورته شه، پاڅون وکړ، جهالت پای ته ورسوه» شعارونه ورکول.