«سږکال په ارزګان ولايت کې پر ۲۷۱۵۰ هکټاره ځمکه باندي غنم کرل شوي دي چې ۹۲ زره ټنه غنم به ورڅخه ترلاسه شي د کرهنې او مالدارۍ رياست په ارزګان ولايت کې وخت پر وخت کروندګرو ته د غنمو د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو په هدف روزنه ورکوي ترڅو موږ تردي هم ښه حاصلات ترلاسه کړو.»
د نرنګ ولسوالۍ کروندګر میا رسول له نړۍ والو مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دغه کانال وېجاړې شوې برخې ورغوي او کروندګرو ته دې په دې برخه کې لاس ورکړي.
دغه راز ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د کرنې رياست مطبوعاتي مسوول عبدالمنان فاروقي بیا زیاتوي، چې تراوسه پورې دغلته ۱۴۷ ملي متره ورښت شوی او په خبره یې چې د يوه اباد کال لپاره ۲۵۰ ملي متره ورښت ته اړتيا ده.
ننګرهار د هېواد په کچه د کرنې په برخه کې یو له غني ولایتونو دی، چې د نورو کښتونو ترڅنګ یې کروندګرو سږکال د پنبې کښت ته هم مخه کړې ده.