په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي شریف الله امین وایي، چې دا کمپاین نن (شنبه، ۴ د لیندۍ) پېل او اووه ورځې به دوام وکړي.
لاله وایي، هرات کې د ښځو پر وړاندې د محدودیت ملاتړ کوونکي جریانونه دومره قوي دي، چې سیمه ییزه اداره ور سره له مخامخ کېدو پناه وړي.
افغانستان او پاکستان يوازيني هيوادونه دي چې تر اوسه د پوليو په ختمولو نه دي بریالي شوي. تېر کال په افغانستان کې د پوليو د دوو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی و.