سرطان ۹, ۱۴۰۱ - ۳۰ جون ۲۰۲۲ننګرهار کې د ځمکې پر سر نښته کې یوه میرمن مړه او درې تنه نور ټپیان شوي د سیمې یو اوسیدونکي عزیز شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې د غني خیلو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپل منځي وسله واله نښته کې د یوې کورنۍ یوه میرمن وژل شوې او درې کسان نورو ټپیان شوي دي.