د کابل لوېدیځ کې پرلپسې چاودنې؛  په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ زده کوونکي وژل شوي

د کابل په لوېدیځ کې سرچینې وايي، د “عبدالرحیم شهید” په لېسه کې د “ځانمرګي برید” له امله لږ تر لږه له ۲۰ تر ۲۵ زده کوونکي وژل شوې دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځى نن سهار ( سه شنبه، ۳۰ دوري) د دوو ځانمرګو بريدونو  موخه وګرځیده.

د “عبدالرحیم شهید” لېسې ښوونکي زکریا الفت اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، لومړی برید هغه مهال وشو، چې زده کوونکي له ښوونځي د رخصتۍ په حال کې وو.

هغه وويل، يوازې په لومړۍ چاودنه کې شاوخوا ٢٠ تر ٢٥ زده کوونکي وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د دويمې چاودنې پر مهال د ښوونځي ښوونکو هڅه کوله، چې زده کوونکي تيت او له خوندي لارو یې وژغوري.

ښاغلی الفت وايي، دویمه چاودنه د ټپیانو او مړو د لېږد پر مهال شوې ده.  هغه زياته کړه، چې د دويمې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه کره کره معلومات نه لري.