کابل کې اعتراض کوونکې ښځې: الهه وژغورئ

اطلاعات روز: کابل کې د اعتراض کوونکو ښځو یوه ډله د الهې په نوم د یوې محصلې نجلۍ په ملاتړ راټولې شوي، هغه نجلۍ چې ادعا کوي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي له خوا په زور واده شوې او ځورول شوې ده.

دغه راټولیدنه د افغان ښځو د یووالي او پیوستون ډلې له خوا جوړه شوې او یادو ښځو د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

دوی شعارونه ورکول چې تر کومه به جبري ودونه دوام لري او ښځې «جنسي غلامانې» نه دي.

اعتراض کوونکې میرمنې د الهه د «ژغورنې» غوښتنه کوي او وايي، چې الهه او په سلګونه نورې اعتراض کوونکې نجونې چې په پټه او ویره کې ژوند کوي یا ټکول شوي او یا په مرموز ډول وژل شوي دي.

الهه په څو ویډیویي کلیپونو کې وايي، چې سعید خوستي د طالبانو د استخباراتو ریاست کې هغه په زور مجبوره کړه چې له ده سره واده وکړي.

الهه وايي، چې د کابل په طبي پوهنتون کې د طب محصله ده او پلار يې د ملي امنيت له پخوانيو جنرالانو څخه و.

هغه ادعا کوي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست کې پر دې څو ځله «تېری» شوی او سعید خوستي یې فلم اخیستی دی.

الهه زیاتوي،چې سعید خوستي هغه هره شپه وهلې ټکولې ده. په خپرو شویو انځورونو کې د دغې نجلۍ پر بدن د وهلو ټکولو نښې لیدل کېږي.

یاده محصله زیاتوي، کله چې یې غوښتل پاکستان ته ولاړه شي، د تورخم کمیسارۍ کې ونیول شوه او بیا زندان ته واچول شوه. هغه وايي، چې طالبانو دې ته اړ کړه چې زندان کې د سعيد خوستي پښې ښکل کړي او بښنه ترې وغواړي.

الها وايي، ښايي د دې ویډیوګانو له خپرېدو وروسته ژوندی نه وي.

دغو ویډیوګانو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ځینو د الهې د خوندیتوب په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

سعید خوستي پرون سهار (چهارشنبه، ۹ د وږي) په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې شپږ میاشتې وړاندې یې د د الهې په غوښتنه واده وکړ. هغه وویل چې له واده وروسته پوه شو چې الهه د «عقیدې او باور» ستونزه لري.

د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند الهه مقدساتو ته په سپکاوي تورنه کړې او ویلي یې دي چې هڅه یې کړې چې د نموې نجلۍ عقاید اصلاح کړي.

هغه د الهې وهل ټکول رد کړي او ویلي یې دي چې د دې «ناسنجول» شوې نکاح څخه سخت پښیمان دی او له طالبانو یې بخښنه غوښتې ده.

د طالبانو غړي په مکرر ډول په اجباري ودونو او جنسي تیریو تورن شوي دي.