اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د دغه ښار په پنځمه ناحیه کې د چاودنې پخلی کوي او وايي، چې په دې چاودنه کې اته تنه ټپیان شوي دي.
د دې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د کارته مامورین په سیمه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.
ځدراڼ وايي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې اته تنه ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
روغتیايي او خپلواکو سرچینو د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بریدونو او چاودنو مسوولیت تر ډېره داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.