د ګردېز اوسيدونکي: دولتي ادارو ښار کې نهه لويې لارې تړلې دي

اطلاعات روز: د ګردېز اوسيدونکي شکايت کوي چې دولتي ادارو د ښار په بېلابېلو سيمو کې نهه لويې لارې د تګ، راتګ په مخ تړلې چې خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی ټينګار کوي چې دولت بايد خلکو ته زحمت پر ځای اسانتياوې رامنځته او تړل شوې لارې هر څه ژر بېرته پرانيزي.

د باغکې ځوانانو شورا غړی بلال معروف وايي چې د ملي امنيت رياست د باغکې په عمومي سړک کې خندق کيندلی او تازه يې دا لاره تړلې چې ور سره خلک په خورا ستونزو کې دي.

معروف وويل: «پر دې لويه لاره د باغکې تر خطابې، چوڼۍ، ابراهيم خېلو، زرمت او روحاني بابا ولسواليو او غزني ولايت مسافر تګ، راتګ کوي. دا دويم ځل دی چې د ملي امنيت رياست لخوا دا لاره بنديږي، موږ يا دغه او يا سمه بله بدیه لاره غواړو؛ ځکه اوس موږ د تګ، راتګ لپاره لاره نلرو. په بله کومه لاره چې ځو هغه شخصي ده او هغه خلک هم نوره اجازه نه راکوي.»

د ګردېز اوسېدونکی حميدالله احمدزي نيوکه کوي چې دولتي تاسيسات او ودانۍ بايد د عمومي لارو پر سر جوړې نشي او د داسې ودانيو د جوړېدو لپاره بايد له استوګنيزو او لويو لارو لږ لرې ځايونه وټاکل شي.

احمدزی وايي: «ډېرې ستونزې خپله د دې ادارو د خپلې اشتباه او د ځای جوړولو لپاره د ناسم ځای انتخابولو له امله دي. پر امنيتي پوستو يا ادارو او مرکزونو ځکه موټر بريدونه کيږي، چې دوی عمومي سړک ته نږدې جوړ کړي وي. که له سړک لرې وي، هېڅکله به داسې پېښې سره مخ نشي.»

قومي مشر حاجي لعل الدين اطلاعات روز ته وويل چې په خپل تېر ټول عمر کې هېڅ حکومت پر خلکو لويې لارې ندې تړلې، چې په خبره يې د ناروغانو، ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي زياته کړه: «له ظاهر شاه نه يې راونيسه تر داوده، تر امين، کارمل، ترکي، نجيب پورې په يوه دولت کې هم چا لاره نده بنده کړې. حکومت زموږ پلار او مور دی، پلار خپل اولاد پسې لرګی رااخيستی او پسې اخلي يې، خولې مو له خاورو ډکې وي، ولې لاره بنديږي؟»

د نيسي کوټ اوسېدونکی فضل وايي چې د دويمې ناحيې اړوند سيمه کې ۴۰۲ سرحدي لوا د احمدابا ولسوالي لويه لاره تړلې، چې له امله يې خلک شاوخوا دوه کيلو مټره په خام لارو مزل کوي.

فضل وويل: «تاسو خپله وګورئ چې څومره زياته ځمکه دواړو خواوو ته لري، خو بيا يې هم د لوا قراوولونه د سړک پر سر جوړ کړي. دوی بايد دا لرې کړي، چې بيا هر کس يا موټر، چې د دوی مربوط نه وي، دوی به پرې پوهيږي او تر دوی به نشي ور رسېدلی. د سړک پر سر دوی ته هم خطر دی او خلکو ته هم زحمت.» 

د ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل وايي چې ولايت مقام، امنيه قومنداني، د ولايت مرستيال د کور تر څنګ، استيناف محکمې، ملي امنيت عمومي رياست، لومړۍ امنيتي حوزې، ښاروالي، ۴۰۲ سرحدي لوا او د ملي اردو د جلب او جذب مرکز په ښار او شاوخوا کې نهه لويې لارې تړلې دي.

کرخېل وويل چې د عمومي لويو لارو د تړلو له امله په يادو سيمو کې ترافيکي پېښې هم زياتې شوې، چې په ډېری هغو کې يې خلکو ته مرګ، ژوبله هم اوړي.

ده زياته کړه: «دا ټولې عمومي لويې لارې دي چې هره ورځ پرې سلګونه او زرګونه خلک، ځي راځي. د دې په بندولو امنيت نه راځي، د امنيت ټينګولو نورې لارې هم شته. چې لاره بنده وي نو خلک څنګه لاړ او راشي؟ دا خلکو ته لوی زحمت دی او حق لري چې غږ پورته کړي او موږ يې د غږ ملاتړي يو.»

خو د پکتيا ولايت مقام بيا وايي چې يادې لويې لارې د خلکو د زحمت نه، بلکې د ځينو احتمالي ترهګريزو بريدونو د مخنيوي لپاره تړل شوې دي.

د والي وياند عبدالرحمن منګل وويل: «په ګردېز ښار او شاوخوا سيمو کې د ځينو دولتي نظامي او غير نظامي ادارو لخوا چې کومې لارې بندې شوې دي علت يې امنيتي ملحوظات او له احتمالي ترهګريزو بريدونو څخه مخنيوی دی. که په داسې ځايونو کې کومه پېښه وشي هم نو خلکو ته يې زيان رسيږي. د دې هدف د خلکو ازيت ندی، اوس جدي هڅې روانې دي چې دا لارې بېرته خلاصې شي.»

تر دې وړاندې سرحدي لوا، امنيه قومنداني، ملي امنيت، ښاروالي او ځينو نورو ادارو ژمنه کړې وه چې تړلې لارې به پرانيزي، خو د شاوخوا دوه کلونو په تېرېدو لا په دې اړه اقدام ندی شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته