ټويټري طالبان او طالب يوټيوبران

د ټولنيزو رسنيو په مرسته د افغانانو د عامه افکارو مديريت

عبدالله ولي زاده

فېسبوک، ايکس او يوټيوب هغه ټولنيزې رسنۍ دي چې طالبان يې په تبليغاتي-رواني جګړه کې د عامه افکارو د مديريت لپاره په زياته کچه کاروي. د اطلاعات روز له موندنو سره سم، طالبان په ځينو ولايتونو کې هغو ځوانانو ته تر پنځو زرو افغانيو پورې مياشتنی معاش ورکوي چې د دې ډلې په ګټه په ټولنيزو رسنيو (فېسبوک او ټويټر) کې فعاليت کوي. همدا راز موږ مستند معلومات لاس ته راوړي چې طالبان د يوټيوب چينلونو له لارې او د تبليغاتي ويډيوګانو په جوړولو سره د عامه اذهانو د مديريت په لټه دي.

طالبان او عامه افکار

د فرانسې امپراتور ناپليون بوناپارټ د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې وويل: «کولای شئ چې حکومت د نيزې په زور تر لاسه کړئ؛ خو د ساتنې لپاره يې بايد پر عمومي افکارو تکيه وکړئ.» دا مشهوره وينا چې د نوي نړيوال نظم د رامنځته کېدو په اړه يې ويلې، د عمومي افکارو يو تر ټولو ساده تعريف يې ګڼلای شو. د ټولنيزو اړيکو د حوزې يو بل ستر پوهاند ګينزبرګ هم د عامه افکارو د څرنګوالي په اړه ويلي: «عامه افکارو د هغو اندونو او قضاوتونو ټولګه ده چې په ټولنه کې په ځانګړې توګه رامنځته شوي او يو معين ثبات لري او د ډېری اذهانو د فعاليت پايله ده.»

ټولنيزې رسنۍ له دې وجې د پام وړ دي چې د لويو پرګنو په کچه او په کم وخت کې د عامه افکارو د همغږۍ او يو لور ته د ګرځولو ځواک لري. طالبان چې ظاهرا يوه شاتګپالې او د ټکنالوژۍ او رسنيو مخالفه ډله بلل کېږي، د عامه افکارو په بدلون او د خپل حاکميت د برخليک ټاکلو په برخه کې د ټولنيزو رسنيو په ارزښت ښه خبر دي او له دې شبکو زياته ګټه اخلي. په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو واکمني له جدي پوښتنو سره مخ ده او دوی د عامه افکارو او حاکمې رسنيزې فضا تر فشار لاندې دي، ويلای شو چې طالبان د رواني جګړې له تر ټولو سختو پړاوونو سره مخ دي. طالبان د ايکس، يوټيوب او فيسبوک په څېر ټولنيزو رسنيو څخه په استفادې له يوې خوا هڅه کوي چې له يوه اړخه عامه افکار مديريت کړي او له بله اړخه د ځان پر ضد د تبليغاتو مخه ونيسي.

په دې شبکو کې د طالبانو نشرات خپل ځانګړي مخاطبين لري. د رسنيو د چارو ارشد کارپوه رستم روشنګر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې طالبان له ټولنيزو رسنيو څخه په استفادې مشخص اهداف تعقيبوي. د ښاغلي روشنګر په وينا، په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو د تبليغاتو منځپانګه دوه محوره لري: له دين څخه دفاع او د ځواکمنې او ښې حکومتولۍ ښودل.

ده زياته کړې: «د طالبانو موخې دوه اساسي اهداف لري: په ټولنيزو رسنوي کې د طالبانو د تبليغاتو لومړی محور ديني دی. طالبان خپل ځانونه خلکو ته د دين مدافعان ور پېژني. د بېلګې په توګه، کله چې طالبانو د صحرايي محکمو، سنګسارونو، د تورنو په دُرو وهلو او نورو اعمالو له وجې بشري حقونه نقضوي او د نړۍ هيوادونه او د بشري حقونو مدافع سازمانونه يې په اړه غبرګون ښيي، خو طالبان يې پر وړاندې داسې غبرګون ښيي چې موږ خو د دين احکام تطبيق کوو او کافران يې مخنيوی کوي. دويم محور د ښې حکومتولۍ نمايش دی. طالبان پرمختيايي پروژې د دويم ځل لپاره پرانيزي او هڅه کوي چې وښيي د هيواد د رغونې په اړه فکر کوي.»

د ښاغلي روشنګر په باور، طالبان تر اوسه د خپلو مخالفينو په نسبت په تبليغاتي جنګ کې بريالي دي او دليل يې دادی چې د طالبانو په مخالفه حوزه کې همغږي او د منظمې تبليغاتي تګلارې نشتون دی.

د امريکا د سولې انسټيټيوټ د ۱۴۰۲ کال د زمري د مياشتې پر ۲۵مه نېټه په يوه راپور کې وويل، چې طالبانو تر ۲۰۰۱ کال وروسته د رسنيو په اړه خپل چلند بدل کړی دی. د دې انسټيټيوټ شنونکي ويلي و چې د رسنيو په تړاو د طالبانو ابزاري دريځ د دې لامل شوی چې دويم ځل واک ته تر رسېدو وروسته دې ډلې رسنۍ په کلي توګه له فعاليته نه دې راګرځولي بلکې د محدوديت او زيات کنټرول له لارې يې هڅه کړې چې د رسنيو له شتون څخه د خپل مشروعيت د پراختيا او خپل روايت د پياوړتيا لپاره ګټه واخلي.

د دې انسټيټيوټ د څېړنې له مخې، تر ۲۰۰۹ کال وروسته د ټولنيزو رسنيو تر پراخ محبوبيت وروسته طالبانو د فېسبوک، ايکس، يوټيوب او ټلګرام په څير ټولنيزو رسنيو څخه د خپلو پيغامونو او تبليغاتو د خپرولو لپاره استفاده کول پېل کړل.

ټلګرام

ټلګرام لومړۍ ټولنيزه رسنۍ وه چې طالبانو ورته لاسرسی پيدا کړ او له هغه څخه يې ګټه اخيستل پېل کړل. د خپلو خبرونو او فعاليتونو د نشر لپاره يې د ټلګرام چينلونه جوړ کړل او له همدې لارې يې له داخلي او بهرنيو خبريالانو او رسنيو سره اړيکې پيدا کړې. که څه هم ټلګرام طالبانو تر خپل واک وړاندې په زياته کچه کاراوه، خو اوس مهال يې زيات نه کاروي او کم شمېر چينلونه شته چې اوس هم فعاليت کوي. د طالبانو د ټلګرامي چينلونو چلوونکي او مديران معمولا د طالبانو مطبوعاتي غړي دي او تر پخوا په ډېره کمه کچه په دې رسنۍ کې فعال دي.

ايکس (پخوانی ټويټر)

که څه هم د دې پلټفارم د جوړېدو شاوخوا اوولس کاله کېږي، خو دې رسنۍ د افغانانو تر منځ زيات کاروونکي نه درلودل، تر دې چې د ۲۰۱۸ کال پر مهال په دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ مذاکرات پېل شول. د لومړي دور مذاکراتو تر پيلېدو وروسته، د طالبانو او امريکا مذاکره کوونکو افرادو د خپلو خبرو په اړه جزييات پر ايکس په لنډو ليکنو کې خپاره کړل او د طالبانو افرادو تر لومړي دور مذاکراتو وروسته په لسګونو مستعار اکاونټونه جوړ کړل. ايکس ته د طالبانو راتګ او تبليغاتي کمپاینونه يې د دوحې له مذاکراتو سره هممهاله و. پر ايکس د طالبانو مخاطبين داخلي او بهرني سياسي شخصيتونه، ملي او نړيوالې رسنۍ وې. طالبانو له ايکس څخه په استفادې خپل فعاليتونه ښودل او هڅه يې کوله چې سياسي ټولنې خپل ملاتړ ته راضي کړي. ويلای شو چې طالبانو له ايکس څخه په استفادې غوښتل نړۍ ته ووايي، چې «موږ د افغانستان يو نه ردېدونکی حقيقت يو او ستاسو لپاره يوازينۍ لار له موږ سره ملتيا ده».

اوس مهال چې پر ايکس کوم اکاونټونه د طالبانو په ګټه کار کوي، پر دریو برخو يې وېشلای شو:

۱- د طالبانو مشران او د دې ډلې وياندويان؛

۲- د طالبانو بهرني ملاتړي او د دې ډلې ټيټ رتبه افراد؛

۳- پر ايکس دولتي او رسنيز اکاونټونه چې طالبانو ته له تېر حکومت څخه په ميراث پاتې دي.

د طالبانو مشران او وياندويان پر ايکس د قوي اکاونټونو/حسابونو له لارې خپل مطالب تر سلګونو زره افغانانو او بهرنيانو پورې رسوي. اطلاعات روز د طالبانو ۲۰ ايکس اکاونټونه اروزلي چې شاوخوا درې ميليون تعقيبوونکي لري. په دې شلو اکاونټونو کې پېژندل شوې څيرې، د طالبانو مشران او وياندويان شامل دي. د طالبانو مشران پر ايکس فعال حضور لري او هر اکاونټ د ورځې په اوسطه توګه پر ايکس پلټفارم درې مطلبه خپروي.

پر ایکس خواله رسنۍ د یو شمیر طالب مشرانو پاڼې

انس حقاني چې د طالبانو مهم غړی دی، د ميټا شرکت له لوري يې د «تريډز» د پېل پر مهال په انګليسي ژبه د ايکس ستاينه کړې وه: «ټويټر (ايکس) د نورو ټولنيزو رسنيو په پرتله دوې مهمې ځانګړنې لري. لومړی د بيان ازادي او دويم د ټويټر ماهيت او اعتبار. ټويټر د ميټا په څېر بې زغمه نه دی، نور پلټفارمونه د ټويټر ځایناستي نشي کېدلای.»

ويلای شو چې طالبان له ایکس څخه سياسي استفاده کوي؛ ځکه دې شبکې پر طالبانو هيڅ ډول بنديز نه دی لګولی. د طالبانو رهبران او وياندويان د خپلو لاسته راوړنو په تړاو د خبرونو له نشرولو سره-سره، خپل سياسي دريځونه او تبليغاتي شعارونه هم پر همدې شبکه خلکو او مخاطبينو ته وړاندې کوي. د طالبانو وياندويان خبر خپروي او د دې ډلې رهبران د افغانستان مهم مسايل او د خپل حکومت دريځونه خلکو او دنيا ته لېږدوي. د طالبانو رهبران پر ايکس داسې ښيي چې په افغانستان کې هر څه سم لوري ته روان دي او د خلکو پر شته ستونزو او مخالفتونو سترګې پټوي.

پر ايکس يو شمېر نور اکاونټونه د دې ډلې د بهرنيو ملاتړو او ټيټ پوړو غړو دي. د دې ډول اکاونټونو شمېر معلوم نه دی. ښايي په زرګونو او په لسګونو زره اکاونټه جوړ شوي وي او د طالبانو د ملاتړ په موخه به فعاليت کوي. د دې ډول اکاونټونو چلوونکي هغه پيغامونه بيا نشروي چې د طالبانو رهبرانو خپاره کړي وي. د موافقو دريځونو خپرول او د تبصرو په برخه کې د مخالفينو ځپل د دې ډول طالبانو د فعاليتونو يوه بله برخه ده؛ خو يوازې دا کار هم نه کوي. د طالبانو دا ډول ملاتړي د طالبانو پر مخالفو مطالبو بريد کوي، ښکنځل او سپکاوی کوي، سمتي اختلافات را پاروي او همدا راز د مخالفينو ضعيف نقاط په ډاګه کوي او د طالبانو د مخالفو ډلو تر منځ مجازي کشمکشونو ته زمينه برابروي. دا ډول ډېری اکاونټونه په مستعارو نومونو چلېږي.

درېيمه برخه معتبر اکاونټونه دي چې د پخواني دولت له دولتي بنسټونو او رسنيو څخه طالبانو ته په ميراث پاتې دي.

د کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت، اطلاعات او کلتور وزارت، عدليه وزارت، ارګ، سرحداتو وزارت، ملي راډيو-ټلويزیون پښتو او فارسي او باختر خبري اژانس د پخواني دولت قوي او پياوړي اکاونټونه دي چې اوس د طالبانو په واک کې دي.

دا اکاونټونه چې پر ايکس په ورځنۍ توګه په اوسط ډول پنځه مطالب خپروي، شاوخوا دوه ميليونه تعقيبوونکي لري.

يوټيوب

يوټيوب ټولنيزه شبکه چې ګڼ مينوال لري او د ويډيو د خپرولو او کتلو پلټفارم دی، تر ايکس وروسته دويمه شبکه ده چې طالبان يې په زياته کچه کاروي. په دې ټولنيزه شبکه کې د طالبانو چلند د ايکس په پرتله متفاوت دی. پر يوټيوب د طالبانو د پيغامونو زياتره مخاطبين د افغانستان خلک دي. طالبانو حتا تر واکمنېدو وړاندې د يوټيوب چينلونه کارول؛ خو په کمه کچه. يعنې د طالبانو ويډيوګانې او مطالب د ګڼو ويډيوګانو تر منځ ورک وو او پام ورته نه اووښت خو پر افغانستان د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته، دې ډلې د يوټيوب د قوي چينلونو په جوړولو لاس پورې کړی او په دې برخه کې يې زيات لګښت کړی دی. اوس مهال طالبان پر يوټيوب ۲۳ داسې چينلونه لري چې ګڼ کسان يې تعقيبوي. په دې هر چينل کې په منځنۍ کچه پنځه تنه کار کوي چې طالبان ورته مياشتنی معاش ورکوي. چلوونکی، انځور اخيستونکی، د ويډيو او غږ ايډيټر د دې کانالونو اصلي کارکوونکي بلل کېږي.

پر يوټيوب د طالبانو د پيغامونو منځپانګه پر پنځو ډلو وېشلای شو:

۱- د طالبانو د نظامي ځواک نمايش؛

۲- د پخواني دولت د سياستوالو او چارواکو بد معرفي کول؛

۳- د طالبانو د فکري/نظامي مخالفينو شخصتي تخريب؛

۴- د طالبانو د بيا رغونې پروژو په اړه تبليغات؛

۵- په افغانستان کې د امنيت او ارامۍ ښودل.

لومړۍ برخه چې د طالبانو د نظامي ځواک نمايش دی، يوټيوب چينلونه هڅه کوي چې د طالبانو د نظامي ځواک پريډونه وښيي. يا هم له ګاونډيو هيوادونو او نړۍ سره د طالبانو د نظامي ځواک د پرتلنې په اړه ويډيوګانې جوړوي. د يوټیوبي تبليغاتو بله برخه چې د پخواني دولت د سياستوالو او چارواکو بد ښودل دي، طالبان د يوټيوب چينلونو له لارې هڅه کوي چې په پخوا وختونو کې د دې سياستوالو د ژوند اړخونه عامو خلکو ته وښيي. طالبان غواړي چې د پخواني دولت د چارواکو د مجللو قصرونو په ښودلو سره خلکو ته ووايي، چې پخوانی دولت په فساد کې غرق و او موږ له پخوانيو چارواکو څخه ستاسو ژغورونکي يو.

د خلکو په اذهانو کې د دا ډول باور تزريقول طالبانو ته دوې سترې ګټې لري: لومړی دا چې په پخواني دولت کې له فساد څخه د خلکو د بيزارۍ کچه زياتوي او په يو توګه د خلکو او پخواني دولت د سياستوالو چې اوس د طالبانو په مخالف صف کې دي، واټن را پيدا کوي او دويم دا چې طالبان يو زړه سواند او صادق حکومت ښيي چې له خلکو سره په هغه درد کې شريک دي چې له پخواني دولت څخه ورته رسېدلی دی.

احمد نويد کاوش چې له کلونو راهيسې يې د افغانستان په بېلابېلو رسنيو کې کار کړی دی، وايي چې ځانګړو او تر ساتنې لاندې ځايونو ته د طالبانو د ملاتړو يوټيوبرانو لاسرسی دومره زيات دی چې د رسمي رسنيو خبريالانو د تېر دولت پر مهال د داسې مسايلو په پوښښ کې ورته لاسرسی نه درلود.

کاوش وايي: «طالب يوټيوبران هغو ځايونو ته ځي چې د رسنيو بهترين خبريالان نه دي توانيدلي چې هلته ولاړ شي. دا د دې څرګندونه کوي چې طالبان د ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه يوتيوب ته زيات ارزښت ورکوي.»

حشمت (مستعار) يو افغان خبريال چې اوس مهال په يوه ګاونډي هيواد کې دی وايي، چې د جواد څارګر په نوم د طالبانو د استخباراتو يوه مسوول ده ته وړانديز وکړ چې د لس زره افغانيو مياشتني معاش په مقابل کې د دوی په يوټيوب چينل کې کار وکړي، خو ده دا وړانديز رد کړی دی. حشمت د امنيتي دلايلو له امله نه غواړي چې نوم يې په راپور کې ياد شي، وايي چې دې طالب مسوول د کاري قرارداد شرط دا ووایه چې ازادې رسنۍ او طالب ضد شخصيتونه وځپي.

حشمت وايي: «جواد څارګر چې د طالبانو د استخباراتو په رسنيزه څانګه کې کار کوي، ماته يې په خپل يوټيوب چينل کې د کار کولو وړانديز وکړ. موږ لومړنۍ خبرې وکړې. ده وويل چې د چينل په منځپانګه کې د ازادو رسنيو، طالب ضد شخصيتونو او جريانونو ځپل د دوی د کار لومړيتوب دی. ده وويل چې موږ بايد نړۍ ته د امارت او اوسني افغانستان يو ښه انځور وړاندې کړو او د دې کار په بدل کې يې ماته د لس زره افغانيو مياشتني معاش وړانديز وکړ. ما يې وړانديز ونه مانه او تر هغې ورځې وروسته مې ونه ليد، تر دې چې دلته راغلم.»

له بله اړخه، طالبان په يوټيوب کې هڅه کوي چې رغنيزې پيلېدونکې پروژې بيا خپرې او پروموټ کړي او په دې توګه د هغو خلکو تنده ماتوي چې د افغانستان رغونه غواړي. په ډېری مواردو کې طالبانو د پخواني دولت پرانيستل شوې پروژې بيا پرانيستې دي تر څو خپل تبليغاتي مواد برابر کړي. د قوش تیپې کانال د دې يوه ښه بېلګه ده. يا هم په افغانستان کې د موټر جوړېدل چې د طالبانو د ملاتړو چينلونو او رسنيو له لارې ورته زيات انعکاس ورکړل شو. په حقيقت کې طالبان غواړي په دې توګه د افغانستان يو داسې انځور وړاندې کړي چې د دوی د واکمنۍ له وجې پرمختګ او وده کوي.

په يوټيوب کې د طالبانو د تبليغاتو وروستۍ برخه په هيواد کې د سرتاسري امنيت نمايش دی. طالبان له يوټيوب څخه په استفادې هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته ووايي، چې د هيواد په بېلابېلو برخو کې امنيت تأمين دی او هر څه سم دي.

د سياسي مسايلو کارپوه په دې اړه وايي: «طالبان د امنيت د تأمينېدو په نمايش سره غواړي چې عامه افکار ارام وساتي. په واقعيت کې د طالبانو دا اقدام مخنيوونکی دی. طالبان هڅه کوي چې خلک ارامۍ ته راوبولي. غواړي خلګ پوه کړي چې هر څه سم لور ته روان دي او ټاکل شوې چې د افغانستان پر خلکو د اوږده مهال لپاره واکمني وکړي او ښه خبره داده چې خلک خپل ورځنی ژوند مخته يوسي. دا مسئله د طالبانو لپاره حياتي ده. افغانستان ورو-ورو داسې جټکو ته نږدې کېږي چې ښايي يو لوی اور واخلي او طالبان د دې اور د مخنيوي لپاره له ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه يوټيوب څخه کار اخلي.»

دا چې د افغانستان زيات شمېر وګړي بې سواده دي، له همدې وجې زيات خلک د انځوريزو رسنيو مخاطبين دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې انځوريزې رسنۍ ازادي نه لري او د خلکو رسنيزې اړتياوې دلته نه پوره کېږي؛ له همدې وجې د ناچارۍ له وجې انټرنيټ ته مخه کوي.

طالب يوټيوبران او د طالبانو د يوټيوب چينلونو کارکوونکي هم هيڅ کرښه او حد نه پېژني او داسې هيڅ پوله او قانون نشته چې د دوی پر فعاليتونو محدوديت ولګوي. ډېری يوټيوبران د ويډيويي راپور جوړولو لپاره له وسله والو طالبانو سره سيمې ته ځي او ډېری وختونه د خلکو له اجازې پرته د هغوی انځور اخلي او خپروي يې. يوټيوب هم د طالبانو پر فعاليتونو محدوديت نه دی لګولی او يوټيوبران هم هر هغه څه خپروي چې زړه يې غواړي.

د بېلګې په توګه د طالبانو يو يوټيوب چينل چې د «ميهن» په نوم فعاليت کوي، د خورشد ټلويزیون د پخواني رييس «سيد همايون سادات» شخصي ژوند يې رااخيستی. د دې ويډيو پر لومړۍ تبليغاتي پاڼه درې انځورونه راوړل شوي. د يوه کور انځور چې ادعا کېږي د ښاغلي همايون دی، په خپله د ښاغلي همايون او د خورشيد ټلويزیون د خپرونې چلوونکې «کرشمې عزيزي» انځورونه. په دې کار سره هڅه کوي چې ليدونکي د ويډيو کتلو ته وهڅوي او مخاطب ګومان کوي چې ښايي په دې ويډيو کې دقيق او مستند معلومات وي. د دې خپرونې برابروونکی او ايديټر چې دلته د بېلګې په توګه وړاندې شول، ښايي د انسانانو د خصوصي حريم د حق په اړه هيڅ ونه پوهېږي او يا هم ښايي په دې اړه وپوهېږي مګر د مخنيوي لپاره يې قانون نشته. هر کار چې يې زړه وغواړي هغه کوي.

د ويلو وړ ده چې يوټيوب عايد لرونکې ټولنيزه شبکه ده او د ليدونکو په بدل کې د چينلونو مالکانو ته پيسې ورکوي. د دې چينلونو د کارکوونکو لګښت طالبان له همدې لارې ادا کوي.

فېسبوک

فېسبوک چې د ميټا د ټکنالوژۍ شرکت ملکيت دی، د طالبانو پر فعاليتونو يې سخت بنديزونه لګولي دي. دې شرکت د ۱۴۰۰ کال د زمري د مياشتې پر ۲۶مه اعلان وکړ چې طالبان يو «تروريستي سازمان» ګڼي او د دې ډلې له لارې د هر ډول محتوا او يا هم د دوی په ملاتړ د څه خپرول پر دې ټولنيزه شبکه ممنوع دي. د دې انټرنيټي شرکت په وينا، يو شمېر افغان کارپوهان يې ګمارلي چې له طالبانو سره اړونده محتوا له فيسبوک څخه حذف کړي. فېسبوک د پخواني دولت له پېژندل شويو اکاونټونو څخه شنې علامې هم له دې وجې واخيستلې چې دا د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

که څه هم طالبانو پر افغانستان  تر واکمنۍ وړاندې ډېره زياته استفاده له همدې ټولنيزې شبکې کوله؛ خو واک ته د دې ډلې تر رسېدو او د فېسبوک له لوري د دوی پر خلاف د بنديزونو تر لګېدو وروسته يې ايکس ته کډه وکړه. اوس مهال د پخواني دولت هغه فېسبوکي اکاونټونه چې زيات تعقيبوونکي لري د خپلو خبرونو او لاسته راوړنو د نشرولو لپاره استفاده کوي. د طالبانو رهبران پر فېسبوک نشته او حتا د ناتاييد شويو اکاونټونو لپاره په بشپړ ډول د طالبانو د نوم ليکل خطر لري.

د فېسبوک د ويډيوګانو په برخه کې طالبان له مستعارو اکاونټونو څخه په استفادې د خپلو لاسته راوړنو ويډیوګانې خپروي او هڅه کوي چې د دې شبکې مخاطبين هم تر خپل کنټرول لاندې وساتي. کومې ويډيوګانې چې له دې پاڼو څخه خپرېږي ډېری يې د يوټيوبي چينلونو له لارې تيارې شوې دي.

د يادونې وړ ده چې فېسبوک په افغانستان کې په پراخه کچه کارېږي او د انټرنيټ ډېری کاروونکی يې دلته اکاونټونه لري.

جعلي اکاونټونه

داسې اکاونټونه چې پر ايکس او فېسبوک مروج دي او طالبان يې کاروي، د فعاليت موخه يې داده چې د طالبانو فعاليتونه نشر کړي او د دې ډلې حاکميت عادي وښيي. دا ډول اکاونټونه تر ډېره حده په غير پښتني سيمو کې کارېږي.

په پروان، کاپيسا او پنجشېر ولايتونو کې لږ تر لږه دریو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته تاييد کړه چې طالبان په دې ولايتونو کې ۹۰ ځوانانو ته مياشتنی معاش ورکوي، تر څو په ټولنيزو شبکو کې د دې ډلې په ګټه تبليغات وکړي. د موثقو سرچينو د اطلاعاتو له مخې، طالبان د دې هدف لپاره له بېکاره ځوانانو استفاده کوي. د يوه فېسبوک او يوه ايکس اکاونټ چلول دې ځوانانو ته د مياشتني معاش د ورکړې لپاره د طالبانو شرط دی.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د موندنو له مخې، په پنجشېر کې ۵۰، په پروان کې ۲۰ او په کاپيسا کې ۲۰ تنه پر ايکس او فېسبوک پلټفارمونو يو-يو اکاونټ لري او د پيسو په مقابل کې د طالبانو په ګټه تبليغات کوي.

د ټولنيزو رسنيو دې چلوونکو ته طالبان پنځه زره افغانۍ مياشتنی معاش ورکوي او د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو له لوري هره مياشت ورته ورکول کېږي.

د پنجشېر ولايت يوه اوسېدونکي چې په فېسبوک او ټويټر کې د طالبانو په ګټه تبليغات کوي او د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري مياشتنی معاش تر لاسه کوي، په دې اړه يې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل: «د طالبانو تر راتګ وړاندې مې يو کار او غريبي درلوده؛ خو د دې ډلې د حکومت تر راتګ وروسته مې کار له لاسه ورکړ. د يوې شپږ کسيزې کورنۍ چې وړې خويندې او وروڼه مې دي، را تر غاړې دی. کله چې بې کاره يې، د کورنۍ سرپرست يې او مسووليت ولرې، نو تر ځان د وړو کوچنيو خویندو او وروڼو لپاره هر څه کوې. ما يو څه وخت هيڅ کار نه درلود او بدې ورځې مې تېري کړې؛ لوږه مې تېره کړه او کورنۍ مې ډېره وکړېده. يوه ورځ د اطلاعاتو او کلتور رياست له رييس سره مخ شوم او هغه راته وړانديز وکړ چې که يو فېسبوک او ټويټر وچلوم او د دوی په ګټه تبليغات وکړم، نو ماته به يو څه مياشتنی معاش راکړي. زه چې ناچاره وم، ومې منله، اوس مهال پر ټويټر او فېسبوک د پنجشېري په تخلص سره دوه مستعار اکاونټونه لرم. هېله لرم چې خدای به مې وبښي.»

دا اکاونټونه د طالبانو د مشرانو پيغامونه بيا خپروي، د دې دلې د سختدريځو پرېکړو ملاتړ کوي، د طالبانو مخالفين نقد او تکفيروي او په خپلو نشرياتو کې داسې ښيي چې خلک له طالبانو او د دوی د حکومت له ډول څخه راضي دي.

اطلاعات روز نه شي کولای پر ټويټر او فېسبوک د هغو جعلي اکاونټونو مشخص شمېر معلوم کړای شي چې د طالبانو په ګټه تبليغات کوي. خو ويلای شو چې اوس مهال په سلګونو اکاونټونه د طالبانو په ګټه تبليغات کوي.

د طالبانو پر واکمنۍ دوه کاله اوړي خو لا هم داخلي او بهرنی مشروعيت نه لري، د خپل حاکميت د منل کېدو لپاره د عامه افکارو د قناعت هڅه کوي او درک کړې يې ده چې نړيوال مشروعيت د خلکو د مشروعيت له درلودلو پرته د دوی واکمني نشي دوامداره کولای. ټولنيزې رسنۍ په ځانګړې توګه فېسبوک، ايکس او يوټيوب پر خلکو د زيات اغېز لرلو له وجې ورته د طالبانو پام اوښتی او استفاده ځینې کوي.

د يادولو وړ ده هغه ډلې او افراد چې پر ټولنيزو رسنيو د طالبانو په مخالفت کې ليکل او نشرات کوي، هم کم نه دي؛ خو دا چې د طالبانو مخالفې ډلې او اقشار تر خپل منځ همغږي نه لري، تبليغات يې ډېر ګټور نه دي.