تورخم کې پاکستان ته د لسګونه زره امریکايي ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه

اطلاعات روز: د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په تورخم ښارګوټي کې طالب چارواکي وايي، چې پاکستان ته یې د ۵۲ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

تورخم کې د طالبانو کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب وایي، چې دغه ډالر تېره ورځ (جمعه، ۷ د تلې) نیول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د نیول شویو ۵۲ زره ډالرو د قاچاق په تور یې درې کسان چې په ډېر مهارت یې په څپلکو کې ځای پر ځای کړي وو هم نیولي دي.

هغه وایي، دغه کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان تورخم ښارګوټي کې د ډالرو د قاچاق د مخنیوي خبره کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په ځلونو د لسګونه زره ډالرو د قاچاق مخنیوي خبرونه خپاره کړي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تورخم بندر له لارې د تاریخي آثارو، دولتي اسنادو، قېمتي ډبرو او د بهرنیو اسعارو د قاچاق لړۍ چټکه شوې، چې خلک یې د هېواد د اقتصاد په زیان یادوي او غوښتنه کوي، چې طالبان دې په دې برخه کې چټکې هڅې وکړي.