د فلسطين او اسراييلو سل کلنه شخړه؛ يوه بې پايه جګړه

شمشاد زلمی

د روانې اکتوبر مياشتې پر اوومه نېټه حماس د اسراييلو پر لور په زرګونو توغندي وتوغول او همدا راز يې غزې تړانګې ته څېرمه پر اسراييلي مېشت ځايونو له سلګونو وسله والو کسانو سره بريد وکړ. د حماس په دې بريد کې شاوخوا ۱۴۰۰ اسراييلي وګړي ووژل شول او د اسراييلو د حکومت په وينا، د ښځو، ماشومانو، ملکيانو او پوځيانو په ګډون شاوخوا ۱۹۹ تنه نور په غزه کې يرغمل نيول شوي دي.

په دومره پراخه کچه پر اسراييلو د حماس بريد بې مخينې دی او همدا راز تر دې بريد وروسته د اسراييلو د استخباراتو په اړه اسراييلي وګړو پوښتنې راپورته کړي چې کوم وخت له ګاونډ څخه په دومره پراخه کچه بريد کېږي، دوی ترې څرنګه نه دې خبر شوي. همدا راز، راپورونه وايي چې مصري استخباراتو په دې اړه اسراييلي حکومت ته خبرداری هم ورکړی و، خو هغوی دې معلوماتو ته پام نه وو کړی، چې په پایله کې یې جګړه پېل او تراوسه پکې له دواړو خواوو په زرګونو انسانان وژل شوي دي.

اسراييلو د بريد په غبرګون کې تابيا کړې چې د حماس ريښې به کاږي او د همدې موخې لپاره يې شاوخوا درې لکه او شپېته زره ځواکونه را غونډ کړي او غواړي چې د غزې په تړانګه کې ځمکني عمليات وکړي. د دې عملياتو په تړاو د اسراييلي چارواکو ژبه ډېره سخته ده او وايي، چې هيڅ رحم به ونه کړي او هر هغه څه به له منځه يوسي چې له حماس سره تړاو لري. د دوی په وينا، حماس به له منځه وړي او دا به يقيني کوي چې بيا به داسې بريد نه کېږي. د شنونکو په اند، اسراييل غواړي له حماس سره هماغسې څه وکړي لکه د ۲۰۰۶ کال پرمهال چې يې له حزب الله سره وکړل، تر څو بيا د داسې بريد جرأت څوک ونه کړي.

که څه هم له تېرو څو ورځو راهيسې يو ځل بيا د اسراييلو او فلسطين ترمنځ د شخړې پېښې د خبرونو سرټکي دي، خو دا شخړه له تاريخي پلوه او همدا راز په نورو بعدونو کې تر هغه ډېره پراخه ده چې په اړه يې فکر کېدلای شي. لکه څرنګه چې تل په جګړه کې اساسي بشري حقونه نقضېږي، همداسې د دې شخړو په دوام کې هم د هر اړخ له لوري جنګي جنايتونه شوي چې د حماس او اسراييلو په وروستيو بريدونو کې يې بېلګي ليدل کېږي. د دې شخړې تر اوسنيو تحليلونو وړاندې به د دې موضوع تاريخي شاليد او د اسراييلو تر واک لاندې د فلسطيني وګړو د بشري حقونو وضعيت ته کتنه وکړو.

Photo: DAN via Flickr

 

د بالفور اعلاميه او د اسراييلو او عربو جګړې

د لومړۍ نړيوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸م) پرمهال چې کله عثماني امپراتورۍ ماتې وخوړه او فلسطين د برتانويانو لاس ته ولوېد، برېتانيا د ۱۹۱۷ کال پرمهال د بالفور عامه ژمنه وکړه او پر فلسطينۍ خاوره يې له اسراييلو سره د هغوی د ملي هيواد په جوړولو کې د ملاتړ اعلان وکړ. دا اصلن له اسراييلۍ ټولنې سره د برېتانيا د هغه وخت د بهرنيو چارو د وزير ارتر بالفور د ژمنې عملي کېدل و. نوموړي په يوه ليک کې د اسراييلو له يوه مشر Lionel Walter Rothschild سره همداسې ژمنه کړې وه.

دا مهال په فلسطين کې تر لس سلنې کم اسراييل مېشت وو، اکثريت پکې عرب و او همدا راز د نورو قومونو خلک هم د لږکيو په توګه په سيمه کې موجود و خو د بالفور تر اعلاميې وروسته د ۱۹۲۰ او ۱۹۴۰ کلونو ترمنځ په دې سيمه کې د اسراييلو شمېر چې له اروپا راتلل ۲۷ سلنې ته ورسېد او ورسره هممهاله د ځايي عربو اوسېدونکو او راتلونکو اسراييلي کډوالو ترمنځ شخړو زور واخيست.

کله چې اتحاديانو لومړۍ نړيواله جګړه وګټله نو پرېکړه وشوه چې د جګړې ګټونکي به هغه نوي راڅرګند شوي هيوادونه چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې د ماتو شويو هيوادونو (جرمني، هنګري، عثماني امپراتوري، هنګري) تر تسلط لاندې وو، تر هغو سمبالوي چې هغوی په بشپړه توګه خپلواک کېږي. که څه هم تاريخپوهان او شنونکي پر دې پلان نيوکې لري او دا د اشغال يو بل ډول یې ګڼي. خو په دې لړ کې د فلسطين قضيه له نورو ټولو هيوادونو بېله وه ځکه دلته بايد د برېتانيا له ژمنې سره سم اسراييلو ته نوی ملي هيواد جوړ شوی وای. په همدې لړ کې د ۱۹۵۷ پرمهال ملګرو ملتونو د فلسطين په اړه رايه ورکړه او پرېکړه يې وکړه چې فلسطين دې پر دوو ټوټو د اسراييلي او عربي دولت ترمنځ ووېشل شي او د بيت المقدس ښار دې يو نړيوال ښار وي. دا پلان د اسراييلي مشرانو له خوا ومنل شو خو عرب لوري رد کړ او هيڅکله پلي نشو. [۱] [۲]

کله چې اسراييلو د ۱۹۴۸ کال پرمهال په می مياشت کې خپلواکي اعلان کړه نو د عربي هيوادونو ايتلافي ځواکونو د فلسطيني ډلو په ملتيا پر اسراييلو بريد وکړ. دا د عربو او اسراييلو ترمنځ د څو جګړو لومړنۍ جګړه وه چې په پايله کې يې اسراييلو تر پخوا زياته ځمکه ونيوله او همدې جګړې له کبله شاوخوا اووه لکه فلسطينيان بې کوره شول او يا هم وشړل شول چې په عربي کې په «النکبة» يا هم سترې غميزې سره يادېږي.

تر دې وروسته د ۱۹۶۷ پرمهال هم اسراييلو پر مصر بريد وکړ چې وروسته اردن هم د مصر مرستې ته راودانګل خو اسراييل په جګړه کې برلاسي شول او د غزې تړانګه، سينا، لوېديځه غاړه، د ګولان لوړې او د فلسطينيانو ختيځه برخه بيت المقدس يې ونيول. په دې جګړه کې عربي پوځونو ته درانه تلفات واووښتل.

همدا راز د ۱۹۷۳ پرمهال د عربي هيوادونو ايتلافي ځواکونو د مصر او سوريې په مشرۍ د اسراييلو په سپېڅلې ورځ ويم کپور پر اسراييلو بريد وکړ خو اسراييلو د متحده ايالاتو په مرسته دا بريد پر شا وتمباوه او دواړو اړخونو ته پکې درانه تلفات واووښتل.

فلسطينۍ خاوره او د فلسطينيانو مزاحمتونه

کله چې د ۱۹۴۸ پرمهال د اسراييلو او عربو ترمنځ لومړنۍ جګړه وشوه، اسراييلو پکې د فلسطين ۷۸ سلنه خاوره لاندې کړه او فلسطينۍ خاوره يې پر دوو برخو لوېديځه غاړه او غزې تړانګې وويشله چې اوس هم دواړه لوري له يوه-بل سره قطع دي او ترمنځ يې د اسراييلو تر واک لاندې سیمه غزيدلې.

د محمود عباس په مشرۍ د الفتح ګوند د فلسطيني دولت او يا ادارې په توګه له ۱۹۹۰ کلونو راهيسې د لوېديځې غاړې پر ځينو سيمو واکمني کوي، خو د لوېديځې غاړې ګڼې سيمې د اسراييلو له لوري اشغال شوې دي. د فلسطينۍ ادارې په اړه راپورونه دادي چې د اسراييلو تر پوځي واک لاندې چارې مخته وړي مګر د فلسطينيانو همدا اداره او يا دولت له ۱۳۹ هيوادونو سره رسمي اړيکې لري او د هغوی له لوري په رسميت پېژندل شوی دی. لکه څرنګه چې ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ پرمهال په فلسطين کې د اسراييلي او عربي دولت د جوړېدو طرحه وړاندې کړې وه، نن هم زيات شمېر هيوادونو د هماغې طرحې ملاتړ کوي او د همدې قضيې په سيمه کې د فلسطينيانو لپاره د يوه بېل خپلواک دولت غوښتنه کوي چې اسراييل اوس په خپل څنګ کې د داسې دولت جوړېدل ځان ته خطر ګڼي او مخه يې نيسي.

د همدې داعيې د ګټلو او ژوندي ساتلو په موخه فلسطينيانو وخت پر وخت د عربي هيوادونو په ملتيا او يا هم په يوازې ځان مزاحمتونه، پاڅونونه او جګړې کړې دي. د فلسطينيانو له لوري لومړنی پاڅون د ۱۹۸۷ پرمهال وشو او په لوېديځه غاړه، غزې تراډه او اسراييلو کې شخړې رامنځته شوې، لاريونونه وشول او ګڼې مدني سرغړونې وشوې چې له کبله يې اسراييلو سخت پوځي محدوديتونه ولګول او تر کلونو پورې ناارامي روانه وه چې دواړو اړخونو ته يې ګڼ کسان ووژل. د فلسطينيانو له لوري دويم پاڅون په ۲۰۰۰ کال کې وشو چې ۲۰۰۵ کال پورې يې دوام وکړ او دواړو اړخونو ته پکې سلګونه کسان ووژل شول.

د ۲۰۰۵ پرمهال چې کله اسراييلي ځواکونه له غزې ووتل، راتلونکی کال پکې د فلسطينيانو پوځي ډلې پارلماني ټاکنې وګټلې او د ۲۰۰۷ کال پرمهال يې د فلسطينۍ خاورې پر دې برخه بشپړ واک ترلاسه کړ او منځلاری ګوند الفتح يې له دې سيمې وشاړه او په دې توګه د فلسطينيانو له منل شوې رسمي ادارې يې غزه بېله کړه. پر غزه اسراييلو کلک بنديزونه لګولي دي، هلته تګ-راتګ محدود دی او همدا راز اسراييلو هلته د ډېرو شيانو پر انتقال بنديز لګولی دی. د ملګرو ملتونو په وينا، د غزې ډېری اوسېدونکي د پناه غوښتنې په کمپو کې اوسي او د ملګرو ملتونو له لوري په ورکول کېدونکو خوړو ګوزاره کوي. [۳]

د فلسطينيانو د بشري حقونو نقض

د بشري حقونو ډلې لکه د بښنې نړيوال سازمان، د بشري حقونو څار او له ملګرو ملتونو سره تړلو نورو ډلو وخت ناوخته په خپلو راپورونو کې ويلي چې اسراييل له فلسطينيانو سره اپارتايډ کوي او د هغوی اساسي بشري حقونه يې تروړلي دي. د بشري حقونو ډلو په خپلو راپورونو کې په تفصيلي توګه پر دې خبرې کړي چې څرنګه وخت پر وخت په لسګونو زره خلک د اسراييلو د حکومت له لوري له خپلو کورونو او سيمو کډوال او شړل کېږي، تر څو د هغوی په سيمو کې اسراييلي وګړو ته مېشتځايونه جوړ کړي. همدا راز، د فلسطيني وګړو نور اساسي بشري حقونه هم نه ورته ورکوي او په سيسټماټيکه توګه هڅه داده چې هغوی د اسراييلي وګړو په پرتله د ژوند په هره برخه کې ټيټ ژوند ولري. [۴] [۵]

حماس له اوسنۍ جګړې څه غواړي؟

شنونکي په دې اند دي چې د عربي هيوادونو او اسراييلو ترمنځ د ابراهاميک تړون له مخې عادي اړيکې مخ پر پراخېدو وې او په دې منځ کې فلسطيني وګړي له پامه غورځول کېدل او په عين مهال کې د غزې په تړانګه او لوېديځه غاړه کې د فلسطينيانو ژوند ورځ تر بلې سختېده. حماس دې حالت ته د پام را اړولو لپاره بله لار نه درلوده، پرته له دې چې دغسې يو کار وکړي او نړۍ او په ځانګړې توګه عربي دولتونه او ولسونه دې ته اړ کړي چې د فلسطين په اړه وغږېږي او دا قضيه له پامه ونه غورځوي. [۶]

دا چې په رښتيا به هم له دې بريد څخه د حماس موخه همدا وه او که نه، او ايا داسې يو هڅه به په رښتيا هم فلسطينۍ قضيه د عربو او نړۍ ترمنځ ژوندۍ وساتي؟ په اړه يې اټکل سخت دی، ځکه په فلسطينۍ خاوره کې ورځ په ورځ د اسراييلو مېشتځايونه پراخېږي او فلسطينيان په پراخه کچه خپله خاوره بايلي. همدا اوس په غزه کې تر يو ميليون زياتو وګړو ته ويل شوي چې د غزې شمال لور ته ولاړ شي، په دې سره يو ځل بيا وېره را پیدا شوې چې د ۱۹۴۸ په څېر به بیا خلک بې ځايه کړل شي او بيرته به خپلو سيمو او کورونو ته نه پرېښودل کېږي. په دغسې پېچلي حالت کې دغسې يو اقدام به څومره د فلسطينۍ قضيې له ژوندۍ ساتنې سره مرسته وکړي، په اړه يې اټکل سخت دی.  

پر اسراييلو د حماس د وروستي بريد په اړه د نړيوالو مشرانو غبرګونونه تر ډېره حده په دې کې سره موافق دي چې دا بريدونه يې غندلي او په عين حال کې يې د تاوتريخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده. د متحده ايالاتو په ګډون اروپايي هيوادونو نه يوازې دا چې دا بريد غندلی دی بلکې له اسراييلو سره يې د ملاتړ ژمنه کړې ده. دوی ويلي چې دوی د فلسطينيانو مشروع غوښتنې په رسميت پېژني خو حماس د فلسطينيانو استازيتوب نه کوي.

کومو هيوادونو په ځانګړې توګه عربي هيوادونو لکه متحده عربي امارات او بحرين چې ابراهاميک تړون لاسليک کړی او له اسراييلو سره يې اړیکې عادي کړې دي، هغوی دا بريد غندلی دی. بل پلو، سعودي عربستان د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او په ښکاره يې د حماس کړنه نه ده غندلې. هاخوا، ايران حماس ته د بريد مبارکي ورکړې او قطر پر اسراييلو د دې بريد پړه اچولې. په عين حال کې روسيې دا بريد په څرګندو ټکو نه دی غندلی، خو ويلي يې دي چې په دې اړه سخت اندېښمن دي او هممهاله يې په منځني ختيځ کې یې د پړې ګوته لوېديځ ته نيولې. بل اړخ ته، چين ويلي چې په سيمه کې د شخړې حل د دوو خپلواکو دولتونو حللاره ده او د فلسطينيانو د خپلواک دولت غوښتنه يې کړې ده.

د اسراییلو له لوري د غزې په یوه روغتون هوایي برید. انځور: captured from a video via Hareem Shah on X

د دې جګړې او وضعيت راتلونکی تت ښکاري خو په راتلونکو ورځو او اونيو کې چې د څه اټکل کېدلای شي هغه د جګړې شدت دی په ځانګړې توګه که اسراييلي ځواکونه په غزه کې ځمکني عمليات پېلوي. له دې سره ښايي د ملکي وګړو مرګ ژوبله نوره هم زياته شي. په نړيواله کچه که څه هم لوېديځ دولتونه د اسراييلو ملاتړ کوي، خو په ګڼو اروپايي هيوادونو او د امريکا په ځينو ښارونو کې د فلسطينيانو په ملاتړ پراخ لاريونونه شوي دي او دا ملاتړ د دې شخړې پر راتلونکې حل اغېز لرلای شي. همدا راز، د فلسطينيانو په ملاتړ د چين او روسيې دريځ هم د شخړې او روانې جګړې د لوري په تعين کې اغېزمن تمامېدلای شي.

دې ټکو ته په پام ويل کېدلای شي چې که جګړه هر څومره اوږدېږي او يا هم ژر ختمېږي، وروستۍ نقطه داده چې اسراييل او فلسطينيان تر خپل منځ څرنګه په سولييزه توګه ژوند کولای شي او د فلسطينيانو د بشري حقونو د نقض مخه څرنګه نيول کېدلای شي؟ که د دې شخړې په وروستيو کې دې موضوع ته په هره بڼه يو حللاره وموندل شي، ښايي تر ډېره وخته په سيمه کې د تاوتريخوالي بڅرکي مړه کړي.

سرچینې:

[۱] https://www.bbc.com/news/newsbeat-44124396

[۲] https://www.aljazeera.com/features/2018/11/2/more-than-a-century-on-the-balfour-declaration-explained#:~:text=The%20Balfour%20Declaration%2C%20which%20resulted,for%20the%20Jewish%20people%E2%80%9D%20there.

[۳] https://www.washingtonpost.com/world/2023/israel-palestine-conflict-timeline-history-explained/

[۴] Israel’s apartheid against Palestinians – Amnesty International

[۵] A Threshold Crossed: Israeli Authorities and the Crimes of Apartheid and Persecution | HRW

[۶] https://www.colorado.edu/today/2023/10/13/how-and-what-latest-israel-hamas-war