ارزګان کې خلک وایي، د تېرو جګړو ناچاودو توکو یې ژوند تریخ کړی

د هیواد په سویل ارزګان ولایت کې خلک وایي، چې لاهم د دوی په جګړه ځپلو سیمو کې ناچاودي توکي شتون لري، چې د چاودنو له ویرې یې هر قدم په احتیاط پورته کوي او خپل ماشومان په کورونو کې بند ساتي.

که څه هم په دې ولایت کې د طالبانو بیا ځل واکمنیدو راهیسې جګړه نه ده شوې، خو لاهم د تېرې شل کلنې جګړې څخه په جګړه ځپلو سیمو کې ګڼ شمیر ماینونه او ناچاودي توکي پاتې دي چې دې چارې خلک اندیښمن کړي او وایي، چې د دغو توکو له امله یې وخت ناوخت ماشومان قرباني کېږي.

د ارزګان د مرکز ترينکوټ د مهراباد سيمې اوسيدونکی محمدشفيق وايي، چې دوی کلونه وړاندې د خپلو کورونو څخه د جګړو له ويرې بيځايه شوي وو، خو په خبره یې اوس چې کورونو ته ستانه شوي لا يې هم په سیمه کې ناچاودې سرګلولې، مرمۍ او ماینونه لیدل کېږي، چې د چاودنې خطر یې زیات او ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی.

د محمدشفيق په وينا چې دوی د همدې ناچاودو توکو له ویرې نه په خپلو ځمکو کې کار کولای شي او نه هم خپل ماشومان له کورونو څخه بهر پريږدي چې لوبې وکړي.

هغه وويل:«موږ ته هيچا خدمت نه دی کړی په دې سيمه کې ناچاوده توکي شته ماشومان يې شهيدان کړي دي دلته سل په سلو کې خطر دی چې ماينونه پراته دي ناچاوده توکي پراته دي.»

په ارزګان کې د «کوسي قرارګاه» چې د جمهوري نظام د ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې سیمه بلل کیدله خلک یې شکایت کوي چې سیمه یې د ناچاوده توکو ډکه پاتې ده.

د دغه ځای يوه اوسيدونکي عبیدالله وويل، چې د دوی په سيمه کې زیات شمير ناچاوده توکي موجود دي او دوی د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره اړ شوي چې ياد ناچاوده توکي راټول او د ترينکوټ سيند ته يې واچوي.

نوموړی زیاتوي، چې سیمې ته یې د ماین پاکې ټیمونه ورغلي وو، خو دغلته یې په بشپړه توګه ماینونه نه دي پاک کړي او څو میاشتې وړاندې یې دوه کلیوال د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له کبله ووژل شول.

عبیدالله وویل:« موږ په دغه سيمه کې د ناچاوده توکو سره ډير په تکليف يو دلته مې د الوتکې ناچاوده راکيټ پیدا کړی ماشومانو ته مې وويل، لاس مه ور وړئ، زه ورغلمه راپورته مې کړ او سيند ته مې واچوه موږ څوک نه لرو چې دغه ته انفجار ورکړي.»

په دغه سيمه کې د بشير احمد په نوم يو لس کلن ماشوم چې خپل ورور يې د يوې ناچاودې سرګلولې قرباني شوی وايي، ورور یې د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له کبله ساه ورکړه او اوس یې مور او پلار ده ته اجازه نه ورکوي چې له کوره دباندې ووځي.

نوموړي زیاته کړه:« زما پر ورور سر ګلولې چاودنه وکړه ،موږ لوبې نه شو کولای کله چې له کور څخه بهر راووځو مور راته وايي چې ماينونه درباندې چاودنه کوي بهر مه وځئ.»

بلخوا ارزګان کې د طالبانو ځایي مسوولین هم مني چې د دغه ولایت په جګړو ځپلو سیمو کې ناچاودي توکي پاتې دي او تراوسه پورې نه دي شنډ شوي.

ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس قاري اغاولي قريشي وايي، چې دوی د ناچاوده توکو د له منځه وړلو لپاره يو ټيم جوړ کړی او ژمنه کوي چې ټولې هغه سيمې به د ناچاوده توکو څخه پاکې کړي چې دامهال خطر په کې موجود دی.

هغه وویل: «په ارزګان کې هغه ټولې سيمې چې جګړې ځپلې وي موږ هلته خپل تخنيکي ټيمونه لرو ترڅو سيمه تصفيه کړي او ناچاوده توکي باید راټول کړي او خلک ورڅخه خلاص شي.»

دا په داسي حال کې ده چې تيره مياشت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په يوې خبرپاڼه کې ويلي و، چې  افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې په مهماتو ککړ او ډېری تلفات یې ماشومانو ته اوړي.

يونيسف ويلي، چې د روان کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ میاشتو کې د بمي چاودنو له امله ۱۳۴ ماشومان معلول او یا هم وژل شوي دي.

د طالبانو او تير حکومت ترمنځ جګړه تر ډيره د ملکي خلکو په کورونو کې وه چې طالبانو د حکومتې سرتيرو د مخنېوي په موخه له ځمکنيو ماينونو ګټه پورته کوله.

ارزګانیان په تېره جګړه کې ښخ شويو ماينونو څخه وېره لري او زياتوي یاد ماینونه وخت ناوخته ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي. دوی له طالبانو غواړي چې سیمه له ماینونو پاکه کړي؛ ترڅو خلک په ډاډه زړه ژوند وکړي.