کندهار کې د زعفرانو د ترويج هڅې؛ کروندګر يې د کوکنارو ښه بديل ګني

کندهار کې یو شمیر کروندګر وایي، له کله نه چې د طالبانو حکومت په ټول هیواد کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی، دوی د کوکنارو پرځای د زعفرانو کښت ته مخه کړې او هڅه کوي چې له همدې لارې ځان له هرات ولایت سره سیال کړي.

زعفران چې د خپل لوړ ارزښت له کبله د سرو زرو په نوم هم یادیږي، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۲ کال کې په هرات ولایت کې وکرل شول او اوس هڅه کېږي چې دا بوټی په نورو ولایتونو کې د کوکنارو بدیل وګرځي.

د هیواد په سویل کې کندهار، هلمند، ارزګان او زابل يو له هغه ولايتونو دي چې له تېرو دوو لسيزو يې پر زراعتي ځمکو کوکنار کرل کېږي، خو اوس پر دغه بوټي د طالبانو له بندیز سره کندهار کې یو شمیر کروندګرو د زعفرانو کښت ته مخه کړې او غواړې له دې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د «ماکوانو» سيمې اوسیدونکی او کروندګر عبدالرحمن چې پر خپله شاوخوا دوه جريبه ځمکه يې زعفران کرلي وایي، دغه بوټی د کوکنارو یو ښه بديل جوړیدای شي او کولای شي تر تاریاکو په لوړه بیه وپلورل شي.

نوموړی زیاتوي، چې زعفران د کوکنارو په پرتله زیات جنجال نه لري او په ډیرو کمو امکاناتو کروندګرو ته ښه حاصل په لاس ورکوي.

عبدالرحمن وویل: «نو دا خو ښه شی دی، لږ اوبو ته ضرورت لري، فقد چې دغه د وچېدو وسايل يې برابر شي، بازار يې برابر شي، دا د تارياکو بدله ده، دلته په ژېړۍ کې ۵۰ نفرو کرلي دي، دا چې ښه پروسېس شي کيلو يې په ۹۰زره او ۸۵ زره افغانۍ دي.»

کروندګر د زعفرانو له کښت خوښ دي، خو د خپل حاصل د وچیدو لپاره د امکانانو نشتون لویه ستونزه یادوي

هغه له بهرنیو موسېساتو او د طالبانو له حکومت څخه د اصلاح شويو تخمونو، کيمياوې سرې، د زعفرانو د وچولو ماشينونو او په همدې برخه کې د روزنيزو ورکشاپونو غوښتنه کوي او زیاتوي، چې پر خپلو پښو له درېدو وروسته بیا د موسېساتو مرستې ته هم اړتيا نه لري.

د بسم الله په نوم یو بل کروندګر چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په ژېړۍ ولسوالۍ کې پر خپلې يو نيم جريب ځمکه د زعفرانو کښت کوي وايي، د دغه بوټي ترلاسه شوي حاصلات د کوکنارو، غنمو، سبزيجاتو او مېوو څخه په لوړه بيه پلورل کېږي.

نوموړی زیاتوي، پخوا یې د کوکنارو بديل کښت نه درلود نو ځکه يې کرل، خو اوس یې تر هغه ارزښتناک بوټي لکه زعفران او انجه موندلي چې په لږو امکاناتو او اوبه کېدو سره ډيرې پيسې ورڅخه ترلاسه کوي.

بسم الله وويل: «موږ ولاړو هرات ته د دې يوه کيلو په یو لک او ۱۰ زره افغانۍ پروسږکال په خارج کې خرڅېدل، يعنې موږ دې ته په خپله ډير تشويق شوو دې ته اماده شولو چې موږ به په خپلو ځمکو باندې زعفران کرو، اوس زموږ زعفران په ۵۰ زره يا ۴۰ زره خرڅېږي باره به په ۱۰۰ زره يا ۱۱۰ زره خرڅېږي.»

کروندګر وایي، د کندهار زعفران د هرات د زغفرانو په څیر ښه رنګ او خوند لري

د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې یو بل کروندګر امان الله بیا وایي، چې اوس يې د زعفرانو حاصلات ښه شوي، خو د وچېدو او بسته بندۍ امکاناتو په لاس کې نه لري، ترڅو خپل تولیدات په ښه کیفیت تر نړیوالو بازارونو ورسوي.

نوموړی هم د نورو کروندګرو په څیر د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې دوی ته دې د زعفرانو د پروسېس او بازار موندلو برخه کې لازم امکانات برابر او د څو کلونو لپاره یې ملاتړ وکړي.

هغه چې د ژېړۍ ولسوالۍ په دښتو کې يې پر څه باندې يو نيم جريب ځمکې سږکال زعفران کښت کړي، غواړي ترڅو بهرني هيوادونه او د ځايي سرپرست حکومت يې د راتلونکو څو کلونو له‌پاره ملاتړ وکړي او پر ځان بسيا شي.

امان الله وویل: «چې موږ ته مارکېټ پيدا شي، موږ دغه شی په فروش ورسوو، که موږ عايد ترلاسه کړو نو باره موږ تشويق کېږو.»

هغه زیاته کړه، که يې شته برخو کې ستونزو ته رسېدنه وشي نو له هرات ولايت څخه به د ښو او خوندورو زعفرانو مقام په خپل نوم ثبت کړي.

په همدې ولسوالۍ کې د زعفرانو بل کروندګر عصمت الله خان وايي، نور کلونه به يې پر خپلو ځمکو کوکنار کرل، خو د نشه‌يي بوټو پر کښت د طالبانو د مشر له بندیز وروسته يې د يوې هالنډۍ موسېسې په ملاتړ د زعفرانو کښت ته مخه کړي.

عصمت الله وویل: «عايد مو ترلاسه کړی، خو داسې عايد‌ نه دی لکه د هرات له زعفرانو څخه چې يې خلک ترلاسه کوي، په دې خاطر چې موږ وسايل نه لرو چې د هغه څخه موږ کار واخلو، زعفران موږ ټول کړي، وچ کړي مو دي، هغه داسې زعفران نه دي لکه د هرات زعفران چې په ماشين باندې وچ شوي وي.»

نوموړي زياته کړه، چې له دې وروسته نه غواړي پر خپلو زراعتي ځمکو کوکنار وکري او په وينا يې چې د زعفرانو او نورو اصلاح شويو تخمونو عايد او حاصل دواړه پر تارياکو زيات او په ښه قيمتونو پلورل کېږي.

د کندهار په زیړۍ ولسوالۍ کې کرل شوي زعفران

په همدې حال کې د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو مسوولين وایي، چې د دې ولایت هوا او خاوره د زعفرانو د کښت لپاره مناسبه او سږکال بزګرانو په سلګونه جریبه ځمکه یاد بوټی کښت کړی دی.

د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمود مظلوم وايي، سږکال د کندهار ولايت په ميوند، دامان، ډنډ او ژېړۍ ولسواليو کې بزګرانو د بېلابېلو نړیوالو زراعتي موسېساتو په مرسته زعفران کرلي او په دې سره یې لیوالتیا هم زیاته شوې ده.

هغه وویل: «په کندهار ولايت کې په مجموعي ډول پر ۴۴۱ جريبه ځمکه باندې زعفران کرل شوي، چې د نوموړي له جملې څخه ۱۱۵ جريبه د هالینډ کمېټې په مالي لګښت او پاتې ۳۲۶جريبه د نورو همکارو زراعتي موسېساتو په ملاتړ کرل شوي.»

دا په داسې حال ده، چې تردې څوکاله وړاندې هم کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولايتونو کې د کوکنارو کرکيلې پر ځای د زعفرانو ترويج لپاره زياتې هڅې او کمپاينونه ترسره شول، خو د بزګرانو د حاصلاتو لپاره د منظم مارکېټ نشتون، بهرنيو بازارونو ته د محصولاتو نه رسېدل د دې سبب شول چې کروندګر بیرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.