انځور: خواله رسنۍ

د خوست په دولتي ښوونځيو کې د زده کړو تیټ کیفیت؛ خلکو خصوصي ښوونځيو ته مخه کړې

په خوست ولايت کې د خصوصي ښوونځيو شمېر په تېرو څو کلونو کې په بېساري ډول زيات شوی، چې لامل يې په دولتي ښوونځيو کې د زده کړو د کيفيت ټيټوالی بلل کېږي.

دغه ولايت چې ګڼ نفوس لري او اوسېدونکي يې زياتره له ښه اقتصاد برخمن دي، هڅه کوي چې په خپلو ماشومانو باکيفيته زده کړې ترسره کړي، نو په همدې موخه یې د دولتي ښوونځيو پر ځای په خصوصي ښوونځيو کې شاملوي.

د خوست ولايت لپاره د طالبانو د پوهنې رياست بيا وايي، د زده کړو معياري کېدو او شته ستونزو د حل لپاره له مرکزي او د لېرې پرتو ولسواليو له دولتي ښوونځيو وخت نا وخت څارنه کوي.

په ورته مهال په دغه ولايت کې د خصوصي ښوونځيو مسوولين وايي، خلک هڅه کوي چې په خصوصي سکتور برخه کې پانګونه وکړي، نو له همدې امله د تېرې يوې لسيزې پر مهال د خصوصي ښوونځيو شمېر هم زيات شوی دی.

خوست کې د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي. انځور: خواله رسنۍ

د خوست ميشتو په وينا د پوهنې رياست د نه پاملرنې له امله په دولتي ښوونځيو کې د زده کړو کيفيت ته تر ډېره پام نه کېږي او هغه خلک چې اقتصاد يې ښه وي، هڅه کوي چې خپل ماشومان په خصوصي ښوونځيو کې شامل کړي.

د ياد ولايت د مرکز اوسېدونکي دادالله چې درې زامن يې په يو خصوصي ښوونځي کې شامل کړي، له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دولتي ښوونځيو کې د بې نظميو، مناسب چاپيريال نه موجوديت او د درسي بهير د ټيټ کيفيت له امله مجبوره شوي چې په خپلو ماشومانو په خصوصي ښوونځي کې زده کړې وکړي‌.

هغه زياتوي، چې اوس په خوست کې خلک د دولتي ښوونځيو پر ځای خصوصي ته زيات ارزښت ورکوي او نوموړی د طالبانو له پوهنې رياست غوښتنه کوي، چې په دولتي ښوونځيو څار ډېر او د زده کړو کيفيت لوړوالي ته پاملرنه هم زياته کړي.

دادالله وویل: «زه خپله درې زامن لرم او درې سره مې په خيرالناس خصوصي لېسه کې داخل کړي، هره مياشت ورباندې زيات مياشتنی فيس ورکوم، که زمونږ د دولتي ښوونځيو درسونه ښه وای نو بيا به مو ولې پيسې ورباندې ورکولې، خو ستونزه دلته دا ده چې دولتي ښوونځي کې درسونه هغسې نشته لکه څنګه چې شخصي ښوونځيو کې چې وي.»

خوست کې بيا د خصوصي ښوونځيو زده کوونکي هم دوی ته له روان درسي بهير خوښ دي او وايي، د منظم درسي چاپيريال په شتون کې ورته د بااستعداده ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کيږي.

د يوولسم ټولګي يو زده کوونکي عبدالرشيد وويل، چې کورنۍ يې له دې امله خصوصي ښوونځي کې شامل کړی چې دولتي ښوونځي کې ورته په ښه ډول زده کړې نه ورکول کېږي.

نوموړي وويل: «مونږ ته دلته شخصي ښوونځي کې ډېر ښه درسونه راکوي، ما تر دريم صنف پورې په زېړۍ ترخې لېسه کې درس وويلې او وروسته مې کورنۍ تصميم ونيوه، چې ما په خصوصي لېسه کې شامل کړي ځکه درسونه يې ډېر ښه دي، ډېر ښه چاپيريال شته او استادان يې هم تکړه دي.»

په دغه ولایت کې د خصوصي ښوونځیو مسوولین بیا وايي، دوی نه یوازې ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې په دې سربېره یې ګڼو لوستو ځوانانو  ته هم د کار  اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

دوی وايي، په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د خصوصي ښوونځیو ترمنځ سالم رقابت شتون لري، چې له امله یې د زده کړو بهیر په ښه شان پر مخ وړل کېږي.

مسوولین د طالبانو د سرپرست حکومت له پوهنې ریاست غوښتنه کوي چې د خصوصي سکتور ودې لپاره باید لا دېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

خوست کې د طالبانو د پوهنې ریاست د څار غړي. انځور: د خوست پوهنې ریاست

د خوست ولايت لپاره د طالبانو د پوهنې رياست ولايتي چارواکي هم وایي، چې خصوصي ښوونځيو ته د خلکو لېوالتيا ډیره شوې، خو دوی په دولتي ښوونځيو کې له پخوا د زده کړو کيفيت د ښه والي ډاډ ورکوي.

له ياد رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دولتي ښوونځيو د څارنې او زده کړو بهير د ښه والي په موخه وخت ناوخت څارنه کوي.

خبرپاڼه کې ويل شوي چې څو ورځې وړاندې د پوهنې ريیس محمد انور دين پرور په مشرۍ د څارنې غړي دوه مندو ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته يې له اړونده ښوونځيو ليدنه کړې.

خوست کې اوس د ۱۳۰ په شاوخوا کې يوازې خصوصي ښوونځي په مرکز او ځينو ولسواليو کې فعاليت لري، چې د نجونو په ګډون زرګونه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، خو د دې سربېره د ۹۰ په تعداد دولتي ښوونځي شته چې لاهم سرپناه نه لري.