انځور: خواله رسنۍ

د طالبانو د لوړې مالیې له کبله خوستي پانګوال اغیزمن او د زیاتې پانګونې په شا شوي

خوست د هيواد له سوداګريزو ولايتونو څخه دی، چې سوداګرو په بېلابېلو برخو کې ميليونونه افغانۍ پانګونه کړې او دا مهال په کې لسګونه فابريکې فعاليت لري.

په دغه ولايت کې ملي سوداګر او د فابريکو مسوولين وايي، د طالبانو له خوا لوړې ماليې يې کاروبار اغېزمن کړی او نه غواړي له دې ډېره پانګونه وکړي.

په همدې مهال بيا په خوست کې د طالبانو د ښاروالۍ رياست مسوولين وايي، تر بل هر وخت سوداګرو  ته د پانګونې زمينه برابره شوې او کولای شي چې په هره برخه کې د پانګونې سربېره ګڼې نورې توليدي فابريکې جوړې کړي.

خوستي پانګوال وايي، په تېر نظام کې امنيتي ستونزې او اوس یې پر وړاندې لوړه مالیه لوی خنډونه دي او نه شي کولای چې د طالبانو له خوا ټاکل شوې ماليه پرېکړي.

پانګوال حاجي عبدالرحمان اطلاعات روز ته وويل، خوست کې په تېرو دوو لسيزو کې د توليدي فابريکو د فعالېدو لړۍ چټکه وه او لسګونه يې جوړې شوې، خو د هغه په وينا اوس چې پرې ماليه لوړه شوې نو پانګوال د نورو فابريکو جوړېدو ته زړه نه ښه کوي.

هغه وايي، که طالبان په فابريکو د ماليې کچه راکمه نه کړي، ځينې پانګوال مجبوريږي چې فعاليتونه يې بند او ورسره به لسګونه ځوانان بې روزګاره شي.

عبدالرحمان وويل: «طالبانو ماليه ډېره لوړه کړې، پخوا به چې ۱۰۰۰ افغانۍ وه، اوس ۲۰۰۰ ته لوړه شوې، نو چې يوه فابريکه د پيکه بازار له امله توليدات کم کړي، څنګه به دوچنده لوړه ماليه پرې کړي، دا وضعيت زه د اندېښنې وړ بولم او غوښتنه مې دا ده چې پانګوالو ته د ستونزو او خنډونو پر ځای اسانتياوې برابرې شي.»

خوست کې د چورګوړو د تولید او روزنې مرکز. انځور: خوست کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست

د خوست ولايت په مرکز کې يو بل پانګوال رضاخان چې د پلاستيکي توکو د تولید فابریکه لري او لس ميليونه افغانۍ پانګونه يې کړې، د لوړې ماليې سربېره د د بریښنا کموالی هم لويه ستونزه يادوي، هغه وايي د کافي بریښنا نشتون له امله يې فابريکه ځينې وخت خپل توليدات ځنډوي.

رضاخان د ماليې کموالو ترڅنګ د طالبانو له حکومت اړونده ادارو فابريکو ته د مناسب ځای او بریښنا ستونزې هوارېدو غوښتنه کوي او داسې وايي: «دلته نه دا چې مونږ لوړه ماليه اخيستل يو مشکل بولو، برعکس حکومت راته اسانتياوې هم نه دي برابرې کړي، اسانتياوې دا چې فابريکو ته کافي بریښنا نه لرو، ځای ورته مناسب نه لرو، نو دغه ستونزې بايد ژر تر ژره حل شي تر څو پانګوال زړه ښه کړي.»

په ياد ولايت کې د صنعتي پارک د جوړېدو ژمنه له تېرو څو کلونو راهيسې د وخت چارواکو له خوا شوې، خو لاهم ياد پارک د ګټې اخيستنې لپاره نه دی چمتو شوی.

پانګوال او د فابريکو مالکان د صنعتي پارک فعاليدل هم اړين بولي او وايي، ځينې کسان غواړي چې په دغه ولايت کې فابريکې فعاله کړي خو مناسب ځای ورته نه لري.

په دې اړه سوداګر حاجي خالد لکڼوال داسې وويل: «زما نظر دا دی، چې د طالبانو حکومت که غواړي خلک پانګونې او د فابريکو جوړولو ته راجلب کړي، نو درې ستونزې بايد حل کړي، هغه دا چې لوړه ماليه بايد کمه کړي، د بریښنا ستونزه بايد حل کړي او صنعتي پارک بايد جوړ کړي، دلته چې چا فابريکې جوړې کړې اکثره يې د خوست دي او نور خلک بيا د ځای نه لرلو امله فابريکې نه راوړي.»

خوست کې د يو پانګوال په شخصي لګښت په ۱۰.۵ ميليونه افغانۍ جوړ شوی مسلخ. انځور: خوست کې د طالبانو د ښاروالۍ ریاست

سوداګر او پانګوال همدا راز فابريکو ته د قانوني جوازونو د ورکړې برخه کې د اسانتياوو برابرېدو غوښتنه کوي.

د خوست ولايت لپاره د طالبانو د ښاروالۍ رياست مسوولينو دوه ورځې وړاندې په دغه ولايت کې د عصري ليزري نجارۍ فابريکې د پرانيستې پر مهال پانګوالو ته د هر ډول اسانتياوو د برابرېدو ډاډ ورکړ.

مسوولينو وويل، دوی پانګوالو ته ټولې اسانتياوې برابرې کړي او غوښتنه يې وکړه، چې د توليداتو سربېره ځوانانو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي.

د دغې ښاروالۍ مسوولينو په يادو مراسمو کې د لوړې ماليې په اړه څه و نه ويل، خو له دې وړاندې يې د يوې خبرتيا په خپرولو سره له هټۍ والو، پانګوالو او سوداګرو غوښتي و، چې ټاکل شوې ماليه پر وخت د حکومت خزاني ته جمع کړي.

په همدې حال کې بيا د دې ولايت لپاره د صنعت او سوداګرۍ رياست طالب مسوولين وايي، خوست کې يې په صنعتي پارک عملي کار پېل کړی او په وينا يې چې دغه پارک په څه باندې ۴۰۰ جريبه ځمکه کې نقشه شوی دی.

مسووليت زياتوي، چې د پارک په جوړېدو سره په مستقيم او غير مستقيم ډول ۱۵۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابريږي.

خوست کې د عصري ليزري نجارۍ کارخونه. انځور: خوست کې د طالبانو د ښاروالۍ ریاست

اوس مهال په دغه ولايت کې شاوخوا ۱۳۰ توليدي فابريکې چې اکثره يې په شخصي کورونو کې فعاله شوي په بېلابېلو برخو کې توليدات وړاندې کوي.

څه موده وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي و، چې افغان سوداګرو په بهرنيو هيوادونو کې شاوخوا ۱۵۰ ميليارده ډالره پانګونه کړې او زياتوي چې په دې اړه يې هڅې پېل کړي ترڅو ياد پانګوال په داخل د هيواد کې پانګونې ته لېواله کړي.