کندهار کې معلولین: په درد مو هغه څوک پوهیږي چې لاس یا پښه یې پرې شوې وي

کندهار کې معلولین وایي، د تېر حکومت په پرتله یې د طالبانو سرپرست حکومت کلنی امتیاز کم کړی چې له امله یې د ژوند چارې سختې او ستونزې یې څو برابره زیاتې شوي دي.

دا کسان چې په ماين چاودنو، هوايي بريدونو او مخامخ جګړو کې معلول شوي او شمیر یې سلګونه کسانو ته رسیږي وايي، له تېرې يوې لسيزې راهيسې ورته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې او په خبره يې چې په ټولنه کې له ياده وتلو وګړو څخه شمېرل کېږي.

کندهار کې چې د دغه معلولینو لویه برخه لوړ عمر لرونکي اشخاص او ماشومان جوړوي زیاتوي، چې دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او په درد یې یوازې هغه کسان پوهیږي چې د دوی په څیر معلول شوي وي.

د دې ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی ۶۰ کلن صالح محمد وايي، د تېرو څو کلونو راپدېخوا يې اقتصاد خراب شوی او د ژوند ستونزي يې څو برابره ډيرې شوي چې په خبره يې حلول یې د ده له توان پورته خبره ده.

نوموړی زیاتوي، د تېر جمهوري حکومت لخوا د ده په ګډون ټولو معلولینو ته ۶۰زره افغانۍ کلنی معاش ټاکل شوی و، خو په وينا يې د طالبانو له راتګ وروسته يې معاشونه ۳۶زره افغانيو ته راټيټ شوي دي.

هغه چې دواړه پښې یې د تېرو جګړو پرمهال له لاسه ورکړي، له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې نه‌شي کولای پر پښو وګرځې، خو د دې هرڅه سربیره بیا هم د کندهار ښار د معلولینو په ښارګوټي کې ممپلي پلوري او په ترلاسه شویو پیسو د خپلې دوه ویشت کسیزې کورنۍ اړینې اړتیاوې پوره کوي.

شپيته کلن صالح محمد وایي، د ستونزو حلول یې له توانه پورته خبره ده او ډوډۍ ته حیران دی چې له کومه به یې کړي

صالح محمد وويل: «زه خپله د طالبانو په تېر تحريک کې د ماین چاودنې کې معلول شوم، اوس نو دغه حال ته راغلی یم، د ماښام په ډوډۍ پسې حيران پاتې يو چې خدای پاکه د ګومه به يې کړو، خواري نشته، د خپل دسته لوېدلي يو، پخوا چې پر دست ولاړ وو ولاکه مو نېستي پيژانده لا، اوس نو چې احتیاجه شولو، محتاجه شولو هيڅ نه‌شو کولای، اوس زړه او نازړه يو چې د کومې خوا به يو مسلمان راشي او ترلاس به مو ونيسي.»

دی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د معلوليت لرونکو کسانو لپاره دې د کار زمینه برابره او مالي حقوق يې د تېر په څېر ۶۰زره افغانيو ته لوړ کړي.

د کندهار د معلولینو په ښارګوټي یو بل معلول ۴۳ کلن عبدالباري جهاني چې د شوروي د یرغل پر مهال جګړه کې یې خپل چپ لاس او پښه له لاسه ورکړي وایي، دلته معلولیت لرونګي وګړي د حکومت او ټولنې د اوږو بار دي او له کبله یې ژوند له ستونزو ډک تیریږي.

د ده په خبره چې سږکال يې د نورو کلونو په پرتله کورنۍ ستونزې او اړتياوې دوه برابره زياتې شوي، خو کلني معاشونه يې بيا نيم ته راټيټ شوي دي.

له کورنۍ جګړې ستړی جهاني وایي، معلوليت لرونکي اشخاص افغانستان کې له پامه غورځول شوي او په وينا يې چې په ټولنه کې د ژوند چارې د مړو په څېر ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړه: «جنګونه راغله مجبوره وو چې د ملک او ناموس څخه مو دفاع وکړو، آه نو باره چې ماين راباندې پټاو شو په سورت يې عيبي کړم، د هغه وخت څخه بيا تر ننه هيڅ چا کومک نه دی راسره کړی مګر يو په دا تېرې روژې کې يو چا ۱۵زره افغانۍ کومک راسره وکړ، دغه د دولت د کاله معاش و هغه هم د جمهوريت په اخري شپو کې راته حواله شو، هغه وخت يې ۶۰زره افغانۍ راکولې اوس ۳۶ زره راکوي، زما په دردونو يوازې هغه څوک پوهېږي چې لاس يا پښه يې پرې شوې وي.»

معلولین وایي، په خپله ټولنه کې له پامه غورځول شوي او د مړو په کتار کې حسابیږي

جهاني د طالبانو له سرپرست حکومت او بشرپاله موسېساتو غواړي چې تر خپل وس او توانه دې ورسره مرستې وکړي ترڅو د ژوند چارې يې ښې شي.

دوه پنځوس کلن محمد سرور وايې، کندهار کې ټول معلوليت لرونکي وګړي بې روزګاره ګرځي او په خپلو کلنيو عايداتو پسي حيران پاتي دي.

دغه راز د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسیدونکی ۵۲ کلن محمد سرور چې شپږ کاله وړاندې د خپل کور مخې ته د ماین په چاودنه کې یې دواړه پښې له لاسه ورکړي، د طالبانو له لوري په ټاکل شوي امتیاز نیوکه کوي او وایي، کورنۍ ته یې یاد کلنی معاش بسنه نه کوي.

دی زیاتوي، کندهار کې ټول معلولین بې روزګاره ګرځي او خپل کلني عاید ته حیران دي چې څه پرې وکړي.

محمد سرور وويل: «پخوا يو چا لاس راسره نيوه، اوس مهاجر راغلل، اطرافو ته لارې خلاصې شوې موسېسات زموږ سره مرسته نه کوي ولسواليو او لېرو پرتو ساحو ته يې وړي، معلولين اوس د حکومت او موسېساتو دواړو له فکره وتلي، په اوس وختو کې خو هر څوک احتياج دی، خو معلولين تر هر چا خوراکي موادو ته ډير احتياجه دي، شی نه لري، زما خپله لس کسه کورنۍ د غاړې ده او بې کاره ناست هم يم، ژمی او دوبی مو دواړه په مشکلاتو کې تېريږي.»

د تېر جمهوري حکومت پر مهال کندهار کې د معلولینو لپاره جوړ شوی ښارګوټی

ومو غوښتل کندهار کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست اړوند نظر له ځان سره ولرو خو بريالي نه شولو.

ومو غوښتل چې د کندهاري معلولینو ستونزې دغلته د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره شریکې کړه، خو د پرلپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانیدو چې په دې اړه د یاد ریاست د مسوولینو نظر ترلاسه کړو.

که څه هم د روان کال په پېل د وري/حمل په ۲۳مه نیته د طالبانو کابینې پریکړه کړې وه، چې د تقاعد او معلولیت حقونه معاش نه ګڼل کېږي او هغه معلولین چې د کار وړتیا لري په رسمي توګه به په دندو وګمارل شي، خو د همدې کال په زمري میاشت کې بیا د دغې ډلې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وویل، چې د واک ترلاسه کولو وروسته يې شپږ لکه ۳۹زره معلولین، کونډې او يتيمان ثبت او راجستر کړي او په کلني ډول ورته معاشونه ورکوي.

دې وزارت ویلي، چې ثبت شويو معلولینو کې طالبان او د تېر حکومت معلول سرتیري هم شامل دي او په کلني ډول خپل امتیازات ترلاسه کوي.