انځور: خواله رسنۍ

د خوست شيخ زايد پوهنتون محصلين د عملي زده کړو پراخېدو غوښتنه کوي

شيخ زايد پوهنتون د خوست ښار په لويديځ کې موقعیت لري، کابو ۲۱ کاله وړاندې دغه ولايت ته را انتقال شو، خو سره له دوو لسيزو تېرېدو په کې لاهم د محصلینو اړتياوې نه دي پوره شوي او نه يې هم په زده کړیيز بهير کې ستونزې حل شوې دي.  

 عملي زده کړو ته د محصلينو کمزوری لاسرسی هغه عمده ستونزه بلل کېږي چې د شيخ زايد پوهنتون د زده کړيالانو د زده کړو پر وړاندې يې لوی خنډ رامنځته کړی دی.

ياد پوهنتون له ۱۲ ډېر پوهنځي لري، د ډيرو يې د زده کړو بهير په عملي کار ولاړ دی، خو محصلين يې وايي، د ځينو ستونزو له امله يوازې ورته په شفاهي ډول تدريس کېږي.

د ژورناليزم څانګې د دوهم کال محصل امين الله اطلاعات روز ته وويل، چې دوی بايد ۶۰ سلنه عملي کار ترسره کړي، خو د وسايلو او نورو امکاناتو د کموالي له امله یې درسي بهير يوازې په شفاهي ډول پرمخ وړل کېږي.

د هغه په خبره شيخ زايد پوهنتون يوه راډيو لري، خو څو مياشتې وړاندې یې نشرات د برېښنا د نشتوالي له کبله درولي او تر اوسه یې بيرته کار نه دی پېل کړی.

هغه وویل: «شيخ زايد پوهنتون يو ډېر ښه او نوموتی پوهنتون دی، خو يوه ستونزه چې لاهم نه دی هواره شوې هغه د عملي زده کړو برخه کې د امکاناتو کموالي دی، مثلآ څو مياشتې وړاندې د دغه پوهنتون راډيو چې محصلينو به عملي خبريالي کې زده کوله د برق کمبود له وجې نشرات بند کړل، چې مونږ دې کار اندېښمن کړي يو.»

په شيخ زايد پوهنتون کې د ځوان په نوم راډيو ۱۵ کاله وړاندې د يو غير دولتي بنسټ له لوري جوړه شوه چې وروسته يې نوم د شيخ زايد راډيو ته بدل کړای شو.

امین زياتوي چې د پخواني نظام له سقوط وروسته ياد پوهنتون د مسلکي ښوونکو له کمبود سره هم مخ شوی دی.

نوموړي د طالبانو حکومت له لوړو زده کړو وزارت له لوړ پوړو چارواکو غوښتنه کوي، چې شيخ زايد پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ده محصل په خبره: «زمونږ پوهنتون خو د طالبانو له حاکميت وروسته د استادان له کموالي سره هم مخ شو، ځکه په اول ورځو کې ځينې تکړه استادان چې ښه تاريخچه يې درلوده هغه خارج ته لاړل او يا اوس چې لاهم وظيفې لري د ماسټري په خاطر خارج ملکونو ته تللي دي، نو لاهم داسې پوره نه دي حل شوي.»

د خوست شیخ زاید پوهنتون محصلین. انځور: د خوست شیخ زاید پوهنتون فیسبوک پاڼه

د ياد پوهنتون يو بل زده کړيال نورحمان تڼي هم د لیسانس لپاره عملي زده کړې مهمې بولي وايي، يوازې نظري زده کړې نه شي کولی چې فارغېدونکي ځوان ته د دندې په پيدا کولو کې ارزښتمن تمام شي.

نوموړی زياتوي چې د نظري زده کړو برسېره بايد ټولو هغو پوهنځيو کې د عملي کار، څېړنو او نورو تجربو لپاره اسانتياوې رامنځته شي چې اوس يې زده کړيالانو ته يوازې چيپټرې او کتابونه لوستل کېږي.

نوموړی د پوهنتون مربوط په کادري روغتون کې د پاتې ستونزو په حل هم ټينګار وکړ او داسې يې وويل: «زه به د عملي زده کړو او نظري زده کړو په ارزښت خبرې وکړم، مثال که نن سبا کومه اداره کې يو لیسانس ځوان چې فارغ شوی وي دنده اخلي هماغه اداره ورته وايي، مونږ ته دې کاري وظيفه راوړه نو کاري تجربه به له کومه شي، خو که عملي برخه کې درته درس درکړل شوی وي بيا نو حتما يو څوک خپل هدف ته رسېدلی شي او له تجربې سره يو ځای فارغيږي.»

شيخ زايد پوهنتون هر کال د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلين جذبوي، خو له دغه پوهنتون فارغ شوي محصلين بيا د کاري زمينې په اړه اندېښمن دي او وايي، که د طالبانو حکومت علمي کادرونو ته ارزښت ور نه کړي او په دندو يې و نه ګماري نو مجبوره دي چې له هيواده د تیښتې هڅه وکړي.

اقتصادي ستونزې، بې کاري، د توکو لوړې بيې او ځينې نور هغه مسايل دي، چې لوستي ځوانان يې له  نورو هيوادونو ته په مرګونو لارو تګ ته مجبوره کړي دي.

د خوست ولايت د لکڼو سيمې يو اوسېدونکي قليم الله اطلاعات روز ته داسې وويل: «زه درې کاله پخوا له شيخ زاید پوهنتون فارغ شوی يم، په ډېرو دولتي ادارو وګرځېدم چې وظيفه واخلم خو چا راته وظيفه رانکړه، نو همداسې هر کال زرګونه محصلين لیسانس اخلي ولې هغوی ته د کار اسانتياوې نه برابريږي او بيا هغوی مکلف او مجبوره دي چې خپلې کورنۍ ته يوه ګوله حلاله ډوډۍ پيدا کړي او په سختو لارو مسافري ته مخه کړي.»

شيخ زاید پوهنتون چې په مالي برخه کې  ډېره تکیه په متحده عربي امارتو کوي او زياتره ودانۍ هم د ياد هيواد له خوا ورته جوړې شوي، چې له همدې امله پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکم پر اساس دغه پوهنتون د شيخ زايد بن سلطان النهيان په نوم نومول شوی دی.

د خوست د شیخ زاید پوهنتو د چارو د ښه والي په موخه د دې پوهنتون د علمي کمیټې ناسته. انځور: د خوست شیخ زاید يوهنتون فیسبوک پاڼه

په خوست ولايت کې د دغه دولتي پوهنتون طالب مسوولين هم ځينې نيمګړتياوې مني، چې تر اوسه نه دي پوره شوي، خو په وينا یې چې د دغه پوهنتون فعاليتونه د هيواد له نوموتو پوهنتونونو سره سيالي ترسره کوي.

هڅه مو وکړه چې د پوهنتون په نورو فعاليتونو او راتلونکو پلانونو د مشرتابه نظر هم ترلاسه کړو، خو له اوږه انتظار وروسته بيا هم بريالي نه شوو.

بلخوا له شيخ زايد پوهنتون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا ويل شوي چې د علمي شورا له لوري په ټاکل شويو وختونو کې ځانګړې ناستې ترسره کېږي او هدف يې د پرتو ستونزو هوارېدل او په زده کړیزو بهير کې لا پراختيا بولي.

په خبرپاڼه کې چې د فبروري په ۷مه نيټه خپره شوې ويل شوي چې علمي شورا په ګډه ناسته کې د راتلونکي درسي بهير پېل، پوهنتون کې د رغنيزو پروژو، کلنيو راپورونو او پلانونو په اړه د علمي مرستيال په مشرۍ خبرې شوې دي.

په يوې بله خبرپاڼه کې بيا د کادري بستونو برخه کې د پاتې ستونزو د حل يادونه شوې او په کې ويل شوي چې د تشې ډکېدلو لپاره له ۲۷ نوماندانو ازموينه اخیستل شوې.

روان ۱۴۰۲ لمريز کال د شيخ زايد پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو له ۱۰۰۰ ډېر ځوانان فارغ شول، خو دې ته ورته په تېرو کلونو کې هم فارغه شوي ځوانان د کاري فرصتونو نشتون له امله کړېدلي او په مرګونو لارو یې بهر ته د تګ هڅې کړې دي.