انځور: استول شوی

د فساد له امله د بې کیفیته پروژو پلي کیدل؛ سویلي زون کې یو شمیر چیک ډیمونه اوبو وړي

د هیواد په سویل کندهار، هلمند او زابل کې وروستیو سختو وروښتونو د نورو زیانونو ترڅنګ دغلته د اوبو د مهارولو یو شمیر هغه واړه بندونه هم ویجاړ کړي، چې د وروستیو څو کلونو پر مهال نړیوالو موسېساتو او د طالبانو حکومت د وچکالۍ د کنټرول او سیلابونو د زیان کمولو په موخه جوړ کړي وو.

ځایي خلک وایي، دغه چیک ډیمونه د یو شمیر نړیوالو موسېساتو په مالي ملاتړ د کورنیو ساختماني شرکتونو له لوري په غیر مسلکي ډول جوړ شوي، نو ځکه د اوبو په ټولیدو سره یې درزونه کړي او ویجاړ شوي دي.

د ځایي خلکو په وینا، د دغه چيک ديمونو د جوړېدو چارې کورنیو ساختماني شرکتونو ته سپارل شوې وې، چې تر ډیره یې په جوړیدو کې له بې کیفیته موادو کار اخیستل شوی دی؛ خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه شرکتونو ولې د دې بندونو په جوړیدو کې بې کیفیته مواد کارولي او د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی پورته کړی.

خلک وایي، د اوبو د کنټرول واړه بندونه بې کیفیته جوړ شوي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «جوی لاهور» سيمه کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۴۲ لکه افغانیو په لګښت تازه جوړ شوی چیک ډیم، چې د ۴۰ متره مکعبه اوبو ساتلو ظرفیت یې درلود د وروستیو ورښتونو پر مهال د اوبو په ډکیدو سره نړیدلی دی.

د دې سیمې اوسېدونکی ۵۰ کلن جمعه ګل وايي، دا چيک ډيم د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام په مالي لګښت او (سي ايچ اې) موسېسې په تخنيکي همکارۍ جوړ او کولای یې شول تر یوه بریده د سیمې د خلکو اوبو ته د لاسرسي اړتیاوې پوره کړي.

خو، نوموړی په سي ايچ اې موسېسې تور پورې کوي چې د دې چيک ډيم په جوړېدو کې یې فساد کړی او له بې کيفيته ساختماني موادو یې ګټه پورته کړې.

جمعه ګل وويل: «دا چيک ډيم اول لاندې په سيمنټو کې سوري درلودله وروسته يې سوري غټېدل، په جوړېدو کې یې موږ ليدل چي تر ټولو بې کيفيته سيمنټ کارېدل، تر لاندې يې ګرسره سيمنټ نشته ټوله يې خاوره اچولې وروسته يې سنګ کاري وکړې، هغه چې اوبه راغلې خاوري یې په خټو تبديلې شوې خټې اوبو يووړلي اوس نو يوازې ډبرې پاتې دي، هغه د بارانو اوبه چې بايد يې ذخيره کړې وای ټولې ولاړې، هم پيسې عبس ولاړې هم د خلکو خوارۍ او زحمتونه عبس شول، نو دا که حکومتي ټيمو پر وخت نظارت ورڅخه کولای دوی به خراب ساختماني مواد نه کارول اوس به چيک ډيم جوړ وای.»

یو شمیر چیک ډیمونه چې ډیر لګښت پرې شوی، خو بیا یې هم درځونه کړي او د ویجاړیدو په حال کې دي

نوموړی د طالبانو له سرپرست حکومت غواړي چې هغه موسېسات مجازات کړي چې د جوی لاهور چيک ډيم يې جوړ کړی او په وينا يې نوی چيک ډيم دې بيا ځلي پر همدی ځای پرې جوړ کړي.

دغه راز د ارغنداب ولسوالۍ د پودينې سيمي اوسېدونکی ۲۸ کلن عبدالحمید وایي، دغلته د اوبو د ساتنې لپاره يو چيک ډيم د څه باندې څلور ميليونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، خو په وينا يې چې اوسمهال له منځه تللی او ترې استفاده نه شي کولای.

عبدالحمید زياتوي چې تېرو وچکاليو ارغنداب ولسوالۍ کې بزګران او ولسي وګړي دير سخت ځپلي او له هغې وروسته ورته د خوړو نړيوال پرواګرام د (سي اېچ اې) موسېسې په تخنيکي همکارۍ د اوبو د دې چيک ډيم د جوړولو چاري پېل کړې، خو تر ګټې اخيستنې څه موده وروسته اوبو له ځان سره یووړ.

هغه زياتوي چې ځينې موسېسات د چيک ډيم جوړولو پروژې د تطبيق پرمهال آن ساحوي انجینران هم نه لري او د کلي د خلکو پر مټ په خپل سري توګه او د بې کیفیته ساختماني موادو په کارولو سره نمايشي چيک ډيمونه جوړوي.

د ارغنداب دې اوسېدونکي زياته کړه، چې که هيواد کې د بندو او چيک ډيمونو جوړولو پروژې په معياري او با کيفيته توګه بشپړې او ګټي اخيستني ته ونه سپارل شي د شته وچکالۍ د ډيرېدو سربېره به د بندو په نوم راغلي پيسې هم بې ځايه ولګېږي.

عبدالحمید وويل: «دلته وچې ډبرې او خاورې سره واچوي افتتاح يې کړي چې بند مو جوړ کړی، هغه سوري سوري لري، بيرته ونړېږي هم پيسې بې ځايه ولاړې شي او هم اوبه چې بايد په کې راټولې شي بې ځايه ولاړې شي، ولس خواران څه په پوهيږي، دا اوبه که پر کورو را ايله شي ټول کورونه د ځان سره وړي، د خوړو نړيواله اداره راغله دلته يې موږ ته چيک ډيم جوړ کړ دوی خپل عکسونه ورڅخه واخلي ميډيا ته يې پورته کړي ولس پرې خطا باسي نور نو نه دولت حساب او کتاب ورسره کوي او نه دوی سم اساسي کار کوي، هغه تر ټولو کمزوری شي په کې استعمالوي.»

خلک یو شمیر موسېسات تورنوي او وایي، چې کارونه یې غیر معیاري او بې کیفیته ترسره کړي دي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

همدارنګه د کندهار د دامان ولسوالۍ مرکز ته نږدې سيمه کې د څه باندې نهه ميليونه افغانیو په لګښت جوړ شوی چیک ډیم هم له ګټي اخيستني وروسته اوبو وړی دی.

د دغه سيمې اوسېدونکی ۳۵ کلن ولي محمد په دامان ولسوالۍ کې د ځايي موسېساتو لخوا جوړ شويو چيک ډيمونو ته په اشارې سره وایي، چې د ورښتونو د اوبو مهارولو او وچکالۍ د مخنيوي لپاره يې ټولې هڅې په بشپړه توګه ناکامه شوي دي.

د ده په خبره چې د دامان ولسوالۍ په «نوي ده» سيمه کې د (سي ایچ اې) موسېسې په تخنیکي همکارۍ د اوبو جوړ شوی چيک ډيم باندې په ميليونونه افغانۍ لګښتونه راغلی، خو تر څه مودې وروسته له منځه تللی.

ولي محمد زیاتوي، که د حکومت لخوا دوامداره څار او په موسېساتو کې مالي فساد شتون نه درلودای نو اوس به يې د کلي په دغه چيک ډيم کې څلوېښت زره متره مکعبه اوبه لرلای چې د ټولو فصلونو پرمهال به يې د بزګرانو د اړتيا وړ اوبه پوره کولای.

هغه زیاته کړه، چې اوسمهال يې د ولسوالۍ د ډیری کليو تر ځمکې لاندې اوبه له ۱۲۰ متره ښکته شوي او خلک له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

ولي محمد وویل : «په موسېساتو کې اوس هم مالي فساد شتون لري، د خېښۍ او جېب ډکولو کېسه ده، بزګران د وچکالۍ څخه د خپله جېبه تاوانيان دي، کورو ولا خو چې وچکالۍ ډيره شوه اکثره خلکو کډه وکړه، يوازې دامان نه دی په ټولو ولايتونو کې د بندو جوړولو کارونه روان دي خو فساد نشته په‌ کې، بالا پروژه راشي دوی يو څو ډانې خښتې سره کېږدي اه بالا چيک ډيم جوړ شو، کاشکې، خو بيا حکومت پوښتنه پرې کولای، دا پيسې خو موسېسات د ځانه نه ورکوي خو د خارجه يې په خيراتو سره راټولوي، دلته پروژې د ښامارانو په لاس کې ورشي، که استنادي ديوالونه دي، بندونه دي ټول د اوله بې کيفيته دي.»

په کلیوالو سیمو کې واړه چیک ډیمونه د اوبو په برابرولو کې مهم رول لوبوي

دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړيوال سازمان د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې تر اوسه یې افغانستان کې ۷۰۰ لوی او واړه چيک ډيمونه جوړ کړي او کټي اخيستني ته يې سپارلي دي.

پردې چيک ډيمونو چې په لسګونه ميليونه افغان لګښت راغلی او د دوی په وينا چې زيات شمېر کسانو ته يې په کې د کار زمينه هم مساعده کړې وه.

د معلوماتو له مخې چې د خوړو او کرنې ادارې د اوبو دغو چيک ډيمونو لويه برخه په سويلي زون کې جوړ کړي دي.

بلخوا کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولينو ويلي، حکومت يې تر دې مهال شاوخوا ۵۰۰ د اوبو لوی بندونه او چيک ډيمونه جوړ کړي.

هغوی دا هم منلې چې د کندهار، هلمند او زابل په ځينو سيمو کې د اوبو مهارولو لپاره د موسېساتو په مالي لګښت جوړ شوي چيک ډيمونه بېرته له منځه تللي دي.

دوی وايي، په کومو سيمو کې چې د اوبو چيک ديمونه له منځه تللي له ځايي موسېساتو څخه يې د بياځلي ترميم او جوړونې ضمانتونه تر لاسه کړي دي.

هیواد کې وچکالۍ ځپلي خلک ځکه د چیک ډیمونه په ویجاړیدو اندیښمن دي، چې دغه بندونه د اوبو لګولو، د څښاک د اوبو او نورو مهمو اړتیاو لپاره د اوبو په برابرولو کې مهم رول لوبوي.