طالبان

امریکا ته د طالبانو خبرداردی؛ بېرته جګړې ته د ورګرځېدو هوډ که سیاسي لاپې؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي، چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو وتلو لپاره ټاکلې موده، د «فني دلایلو» له امله ډېر ستونزمه نه ده. دا په داسې حال کې ده چې المان په افغانستان کې د خپل شتون یو کال نور غځولو اعلان وکړ او د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) هم ویلي، چې له افغانستانه وتنه یا پاتېدل یې د دې هېواد له شرایطو پورې تړلي دي.

د طالبانو ډلې د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته ځواب کې په یوې بیان کې ویلي، چې که ټول بهرني ځواکونه د دوحې سولې تړون پر بنسټ پر خپل وخت و نه وځي، له شک پرته به دا د امریکا له خوا له یاد تړونه سرغړونه وي، چې مسوولیت به یې هم پر همدوی وي. د طالبانو ډلې خبرداری ورکړی چې د دوحې هوکړې له مخې د بهرنیو ځواکونو نه وتلو پر مهال دا ډله د «افغانستان مسلمان او مجاهد ملت په استازولۍ اړ دي چې له خپل دین او وطنه دفاع وکړي او د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې به خپل وسله والې مبارزې او جهاد ته دوام ورکړي.»

د امریکا او طالبانو د دوحې سولې تړون له لاسلیک وروسته، پر بهرنیو ځواکونو د دې ډلې بریدونه صفر شوي، خو له بلې خوا نظامي بریدونه او چسپکي ماین چاودنې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو او د دولتي ادارو پر کارمنانو زیات شوي دي. اوس چې د طالبانو سولې پروسه له امریکایانو او له حکومت او د افغان حکومت له سیاسي ځواکونو سره کمه مخته تللې، بېرته پر نړیوالو ځواکونو د طالبانو د جنګ پیلولو خبرداری څومره جدي دی او د افغان سولې پر لړۍ به څه اغېز وکړي؟

د سیاسي مسایلو کارپوه تابش فروغ اطلاعات روز ته وایي، بهرنیو ځواکونو سره د طالبانو د جنګ بیا پیل خبرداری یو ډول سیاسي لاپې دي او زیاتوي، طالبان له بېلابېلو لارو امریکایي ډیپلوماټانو سره خبرې پیل کړي دي. «امریکا سره د جنګ بیا پیلیدو ګواښ یو سیاسي لاپه ده، چې په حقیقت کې دې ډلې ته داخلي لګښت دی. طالبان غواړي چې له بلې هرې هوکړې وړاندې د بهرنیو ځواکونو وتلو نېټې په ټینګار سره ډېر امتیاز ترلاسه کړي. د وخت توکی شونې ده چې د طالبانو سیاسي محاسبو کې مهم بدلون و نه اوسي. هغوی لږ تر لږه له ۲۰۰۹ کال وروسته امریکایانو او د امریکا له اروپایي متحدینو سره نېغ په نېغه یا نامستقیمه خبرې کړې دي.»

د سیاسي مسایلو کارپوه تابش فروغ

ښاغلی فروغ  پر دې باور دی چې طالبان امریکا سره د سیاسي لګښت له امله بېرته جګړې ته نه ورګرځي. ښایي له نظامي اړخه وکولی شي چې امریکایي او د ناټو ځواکونو ته سردردی شي، خو د طالبانو سیمه ییز ملاتړي دې ډلې ته دا اجازه نه ورکوي: «د پاکستان ستراتیژیستان چې امریکا او د سیمې هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو اصلي چلوونکي دي، د داسې بېرته تګ مخه به نیسي. له دې اړخه زه فکر کوم چې د سولې خبرې که څه هم ټکنۍ، خو دوام به کوي؛ طالبان د ځواکونو وتلو وخت پر بدلولو هوکړه کوي او په احتمال سره چې د دې خبرو بندون به د ترکیې ناسته کې حل شي.»

د سیاسي مسایلو شنونکی نظرمحمد مطمین اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې بهرنیو ځواکونو سره د طالبانو د جګړې بیا پیلېدل جدي بولي او وایي، که امریکایان له افغانستانه و نه وځي، طالبانو چې څه ویلي، جدي دي. «جوته ده چې طالبان هېڅکله هم سیاست کې چلبازه نه دي، څه چې وایي، هماغه عمل کوي. زما په نظر که امریکایان د دوحې تړون پر بنسټ له افغانستانه و نه وځي، طالبانو لکه څنګه چې ویلي، پر طالبانو خپل بریدونه پیلوي. که له هغې وړاندې کومه طرحه چې طالبانو امریکا ته ورکړې ومنل شي، شونې ده چې نظامي بریدونه له سره نه شي.»

د سیاسي مسایلو شنونکی نظرمحمد مطمین

ښاغلی مطمین په دې باور دی، چې که امریکایان له افغانستانه و نه وځي، جګړه تېزه او د دوحې له تړونه سرغړونه وشي، د سولې خپلمنځي افغاني خبرې چې د دوحې تړون برخه ده به هم پای ته ورسیږي: «که امریکایان په هغې ټاکلې نېټې چې پرې هوکړه شوې و نه وځي، طالبان پر بهرنیو ځواکونو بریدونه پیلوي او دا د دواړو خواوو په تاوان دی، خو امریکایان زیات تاوان کوي. ځکه له هغې وروسته امکان لري چې طالبانو هغه څه چې په یاد تړون کې یې منلي و، بیاځلي و نه مني، ځکه چې ورځ تر بلې د طالبانو ځواک پياوړی کیږي.»

د پوهنتون استاد او لیکوال لطیف ارش اطلاعات روز ته وایي، طالبان په دوه لارۍ کې راغلي دي. د بهرنیو ځواکونو نه وتلو پر وخت که طالبان د دوی پر وړاندې غلي کېني، د طالبانو په ډله کې د انشعاب یا پارچه کېدو شونتیا ډېره ده او د طالبانو راډیکالي برخه امکان لري چې ترې جلا شي. په هغه وخت کې چې د طالبانو جګړه بیاځلي پیل شي، د افغان ځواکونو پر وړاندې به هم دغه جګړه تېزه شي: «طالبان به له نویو تاکتیکونو ګټنه وکړي. داسې چې انس حقاني څه موده وړاندې په یو ټوېټ کې ویلي و چې که د دوحې سولې لړۍ ناکامه شي او جنګ له سره پیل شي، دا جنګ به خونړی وي. ځکه چې دا ډله په نوې ټکنالوژۍ او ډرون سمبال شوې.»

د پوهنتون استاد او لیکوال لطیف ارش

څېړونکی او ولسي جرګه کې د خلکو پخوانی استازی ډاکټر محی الدین مهدي اطلاعات روز سره خبرو کې د امریکا او طالبانو پېچلې لوبې ته په اشارې وایي، موږ ولیدل چې طالبانو د امریکایي ځواکونو پر وړاندې د جهاد اعلان کړی و او د سولې یو شرط هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل ول: «خو له یو کال را په دېخوا وینو چې له امریکایانو سره یې اوربند کړی دی، خو افغان ځواکونه وژني او هېڅ باک هم نه لري. شک نه لرم چې طالبان امریکایانو سره د جنګ توان لري، خو څرګنده نه ده چې طالبان دا خطر مني چې د سولې لړۍ بشپړه له ګواښ سره مخ کړي او بیاځلي جګړې ته وروګرځي، څو په خپل نظامي زور موخو ته ورسیږي.»

څېړونکی او ولسي جرګه کې د خلکو پخوانی استازی ډاکټر محی الدین مهدي

ښاغلي مهدي مسکو کې درې اړخیزه جمع یو ناستې ته په اشارې چې په هغې کې درې لوی قوتونه (امریکا متحده ایالات، چین او روسیه) او پاکستان شتون درلود، هیله لري چې د مسکو ناستې وروستۍ اعلامیه شاید طالبان اړ کړي چې د سولې لړۍ د ماتې له خطر سره نه کړي: «د مسکو اعلامیه موږ هیله من کوي، په دې خاطر چې د دې ناستې پایله کې د نړۍ درې ستر قوتونه او پاکستان چې د طالبان اصلي ملاتړي دي او دې ډلې ته یې خپلې خاوره کې ځای ورکړی، د طالبانو د اسلامي امارت له راتګه ملاتړ نه دی شوی. زما په نظر دا کولی شي چې طالبان دې ته متوجه کړي چې دا ډله په نظامي زور سره هغه څه چې غواړي نه یې شي ترلاسه کولی. په همدې دلیل د طالبانو وروستی خبرداری د دې پر ځای چې جدي وي، نظامي او سیاسي لاپې دی.»