دري ژباړه: فاطمه فرامرز
پښتو ژباړه: بهادرخان رحماني
د سپټمبر تر ۱۱مې د بهرنیو ځواکونو وتلو پرېکړه، افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتون ته پای دی، خو سوله نه ده. د کړکېچ ډلې کارپوه اندرو واټکینز اټکل کوي، چې مذاکرات به په ډېر احتمال ودریږي او د متحده ایالاتو رول پای سره، افغانان له یوې کورنۍ سختې جګړې ویریږي.
د جو بایډن په اعلامیه کې څه څه نوي دي چې متحده ایالات خپل ټول ځواکونه د سپټمبر تر ۱۱مې وباسي؟ ولې دا اعلامیه اوس خپره شوې؟
د اپرېل په ۱۴مه د امریکا ولسمشر جو بایډن ټلوېزیوني څرګندونې، د افغانستان جګړه کې د متحده ایالاتو د نظامي نښتې پای ورکولو لپاره څرګنده لومړنۍ پرېکړه وه. همدارنګه دا څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې امریکا طالبانو سره په لومړي ځل د دوحې سولې تړون مهالوېش سره موافقه کوي. بایډن خپلو څرګندونو کې وښووله چې متحده ایالات به د دوی او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د سولې تړون کې ټاکل شوی د مې میاشتې لومړۍ نېټې مهلت له لاسه ورکړي، خو په هغې کې وتل پیلېږي او بیا د سپټمبر تر ۱۱مې پای ته رسیږي. د وروسته والي شونتیا په اړه ګمانونه، وروستیو میاشتو کې د ډېرېدو په حال کې ول. پوښتنې دا وې چې ایا دا ډول وروسته والی، طالبانو سره خبرې او د هغوی منلو لامل کیږي که نه؟ او که ځواب مثبت وي، مقابل کې یې طالبانو ته کوم امتیازونه؟. اوس کتل کیږي چې د امریکا پرېکړه یوه اړخیزه وه، که څه هم بایډن په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې دا پرېکړه یې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې سره سمه ده.
د بایډن دولت چارواکو طالبانو سره معامله دې وسله والې ډلې لپاره، له حده زیاته مطلوبه ښودلې ده؛ هغه معامله چې هغوی یې بند کې نیولي دي: ایا متحده ایالات باید له هوکړې سره سم د وتلو وخت مراعت کړي، په داسې حال کې چې ترورېزم سره د طالبانو مبارزه او د سولې خبرو کې د هغوی ګډون پوښتنې، بې ځوابه پاتی دي؟ بایډن په پرېکنده ډول په څو میاشتو کې د وتلو پرېکړې سره، خو همدارنګه د متحده ایالاتو او طالبانو تړون کې په شوې ژمنې وروسته والي کې وویل، چې د نوموړي دا کار د مخکې دولت د ژمنو ترسره کولو په مانا دی. پام کې راځي چې سپینه ماڼۍ هیله منه ده چې له مې میاشتې وړاندې د دې پرېکړې اعلان، له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو د طالبانو غوښتنه پوره شي، په داسې حال کې چې دا پرېکړه د نرم وتلو شونتیا له هغه څه چې د امریکا پوځ د څو اونیو عرض کې کولی شي ترسره یې کړي، برابروي.
که څه هم د دې پرېکړه د وخت اعلان د مې میاشتې لومړۍ نېټې مهلت سره سم دی، خو بایډن او د ده لوړپوړو چارواکو د نظامیانو وتلو پر داسې منطق ټینګار کړی چې د طالبانو امریکا هوکړه لیک سره اړوند نه دی. دا شامله موارد د ۲۰۰۱ کال نظامي مداخلې – القاعدې سره مقابله – لپاره د متحده ایالاتو له اصلي دلیله او د بهرني سیاست پر نورو لومړیتوبونو تمرکز ته تمایل دی. له هر څه لومړی او مهم، د بایډن په واسطه افغانستان کې د متحده ایالاتو د ګټو نوې محاسبې منعکسوونکې پرېکړه او په دې هېواد کې د نظامي حضور دوام لپاره د هغوی پر ناکافي توجېهاتو پرېکړه ده.
د طالبانو ځواب څه و؟
د طالبانو ویاندویانو تراوسه څو ټوېټه کړي. یو له دوی د ترکیې سولې کنفرانس کې د ګډون په رد سره ویلي، تر هغې د افغانستان په اړه هېڅ ناسته کې ګډون نه کوي چې بهرني ځواکونه افغانستان کې وي. د دې ډلې یو بل ویاند چې میاشتې میاشې یې په ښکاره تکرار کړی دی، ویلي، چې د طالبانو او امریکا هوکړه کې د نېټې هر ډول وروسته والی، دا هوکړه نقض کوي او د تاوتریخوالي ډک ځواب ګواښ ځان سره لري.
امریکایي چارواکي ښایي باور ولري چې د امریکایي ځواکونو وتلو کره نېټې اعلان په کافي اندازه طالبانو لپاره یو ښه خبر دی، څو د دوی پرسونل پر وړاندې سخت غبرګون مخنیوی وشي، خو باید په تمه شي. طالبانو په ۲۰۲۰ کال کې د دوه اړخیزه هوکړې رد لپاره، کولی شي دا اعلامیه هغه اعلان وبولي چې متحده ایالات په خپلو شرایطو افغانستان پرېږدي. پر متحده ایالاتو د دې ډلې بارو په ځانګړي ډول د نوي حکومت راتګ سره زیات شوی دی، ځکه چې د امریکایي چارواکو څرګندونو کې شک او د هوکړې اړوند د هغوی ډیپلوماټیک تعامل یې درک کړی دی. طالب استازو له جنوري اټکل کړی و چې د وتلو په اړه د متحده ایالاتو هر ډول یو اړخیزه پرېکړه، د بې احترامۍ او دوه رنګۍ نښانه ده.
په ورته مهال، که طالبان غواړي د بهرنیو ځواکونو وتل ژر وویني، په ګټه یې ده چې د متحده ایالاتو ځواکونو وتل ګډوډ نه کړي. په همدې دلیل، دا شونتیا شته چې متحده ایالاتو پر وړاندې د طالبانو خبرې، د دې ډلې له اقداماتو وړاندې، جنګ غوښتنه وي.
دا خبر د ترکیې ناستې لپاره په څه مانا دی؟
طالبانو د متحده ایالاتو له خوا پر ځنډ د ځواکونو خبر اورېدو سره، له ځنډ پرته د ترکیې سولې کنفرانس کې حضور، چې ټاکل شوې د اپرېل په ۲۴مه وشي، رد کړ. د ترکیې سولې دا ناسته د امریکا له خوا د یوې طرحه کې وړاندیز شوی و. د امریکا دغه طرحه د یو «انتقالي» یا لنډمهاله دولت چې د طالبانو ډلې په ګډون د افغان بېلابېلو ګډو ګټو ډلو په تشکیل سره د رامنځته کېدو او واک وېش لپاره د یو ګواښوونکي وړاندیز لرونکې وه.
طالبانو د اپرېل تر ۱۳مې د خپل حضور په اړه په ښکاره کوم څه نه و ویلي او طالباني څېرو په څو مواردو کې د واک وېش لپاره د موقتي هوکړې مفهوم نادیده ونیوه. طالباني سرچینو دغه کنفرانس کړکېچ ډلې لپاره د یو چال په توګه د اساسي سازشونو راوتلو لپاره چې د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ هوکړه لیک کې شامل نه دي، یاد کړی دی، ځکه هغه څه چې پر وړاندې به یې لاس ته راوړي، ډېر کم دي. خو په دې برنامه اچونه کې ښکېل ډېپلوماټان وایي، دې ډلې د حضور شونتیا په اړه بحث د وتلو خبر خپرېدو پورې، دوام ورکړ.
دا تصور چې د ترکیې ناسته د طالبانو حضور پرته ترسره کیږي، سخته ده او د هغوی نه شتون پر مهال، دا پېښه به هېڅ پام وړ بریالۍ نه وي. لېرې تر سترګو کیږي چې طالبان به د نه ګډون له دریځه په شا شي. که څه هم دې ته په پام چې انقرا او په ځانګړي ډول دوحه (چې د ګډ دعوتوونکي په توګه په دې پېښه کې د نه بریالیتوب له پېښې خجالته کیږي)، په احتمال سره، ډله د ګډون لپاره تر فشار لاندې راولي، د دې لړۍ بدلون ناشونې ده. کولی شو چې د طالبانو حضور پرته، یوازې د بهرنیو دولتونو له برخې بلنې لپاره چې د سولې له لړۍ ملاتړ کوي، ټینګار وکړ.
د سولې هڅو لپاره د په پراخه ډول خبر څه مانا لري؟
څه ښه نه دي، خو جوته نه ده چې د مې لومړۍ نادیده نیول او د وتلو نېټې له ټاکلو پرهېز، هغه غوسې ته په کتو چې احتمالآ دغه ګام د طالبانو منځ کې رامنځته کړی، د سولې خبرې هم مخ ته وړي که نه؟
افغان سولې خبرو کې د طالبانو د ګډون اصلي لامل چې د ۲۰۲۰ کال له سپټمبر څخه په نوبتي توګه دوحه کې دوام درلود، د دوحې تړون ته د متحده ایالاتو ژمنه چې خپل ځواکونه او ټول بهرني ځواکونه به د مې اول کې وباسي، وه. خو دا دلیل د دې ډلې له لوري جوړجاړي ته رښتینی تمایل، تراوسه کافي نه و. جوته نه ده چې اوس نور کوم دلیلونه کولی شي وړاندې شي چې ډېر میل او خوښه ځان سره ولري. شوڼې ده چې سخت فشارونه د طالبانو خوځښت کې شتون ولري چې د متحده ایالاتو له وتلو وروسته، له نظامي امتیازه په ګټنې د یو بشپړ نظامي بریالیتوب لپاره هڅه وکړي.
د مېز بل اړخه ته، د سیاسي اپوزېسیون ځینې نورې څهرې د سولې هڅو دوام په ځانګړي توګه له هغې وروسته چې امریکا د لنډمهاله ادارې لید مطرح کړ، د خپل ځان په ګټه ولیده، ځکه چې هغوی کولی شي په هغې کې ډېر واک ترلاسه کړي. خو د امریکا وتلو او د ترکیې کنفرانس ته د طالبانو ځواب، شونې ده چې هر ډول وړاندیز په خپل ځان کې ځای کړي. دا شونتیاوې ښیي چې ولسمشر اشرف غني او د ده لوړپوړي چارواکي د سولې نوښتونو لکه وروستیو میاشتو، سره همکارۍ لپاره کله چې متحده ایالاتو خپلې وروستۍ هڅې د وتلو له وړاندې مهلت هوکړې ته د رسېدو لپاره وڅارلې، د فشار لاندې به نه وي. په راتلونکو میاشتو کې د نظامي نښتو پوټانشیل زیاتېدو سره، دواړو اړخونو ترمنځ د سولې خبرو له سره پیلېدو شونتیا به کمه شي.
طالبان ښایي تراوسه هم متحده ایالاتو سره خبرو لپاره د وتلو لارې هوارولو، په ځانګړي ډول د کابل له لوري د نورو زندانیانو ازادۍ یا د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونوو کموالي په اړه، علاقه ولري. خو د متحده ایالاتو د ځوړاکونو وتلو اعلامیه سره، د افغانستان دولت په زیات احتمال سره چې داسې امتیازات به و نه لري او ورسره هوکړه لازمي ده.
ولسمشر بایډن ویلي، متحده ایالات به د سولې له خبرو ملاتړ ته دوام ورکړي او د سیمې هېوادونه به تر فشار لاندې راولي، تر څو د افغانستان ملاتړ لپاره ډېره هڅه وکړي. خو جوته نه ده چې د واشنګټن ډیپلوماتیکې هڅې به څه ډول وي، یا په راتلونکو میاشتو کې د امریکایي ځواکونو وتلو سره به کومو موخو پسې وي.
ایا د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو وتل به د افغان حکومت نسکورېدو لامل شي؟
ځینې افغانان له دا ډول پېښې ویریږي. له دوی ډېریو یې د کړکېچ ډلې ته ویلي، هغوی اندېښمن دي چې د بایډن اعلامیه د افغانستان کمزوري او ګډوډ دولت د نسکورېدو او د هغه اساسي قانون د له منځه تلو پیل شي، چې د لویدیځ مداخلې یې رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.
له دې سره، د بهرنیو کمکي برنامو په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو امنیتي مرستو په اړه، چې دولت ورپورې تړلی، له ډېرې پوهېدنې پرته د افغانستان دولت راتلونکې په اړه اټکل کول، ناممکنه دی. که چېرې متحده ایالات راتلونکو کلونو کې په ورته کچو کې د بودجې تامین ته ژمن شي، چې د افغانستان ډېری چارواکو وړاندېز کړې، دولت کولی شي په نامحدوده توګه خپل کار ته دوام ورکړي او له ځانه دفاع وکړي. لا جوته نه ده چې ایا متحده ایالات خپل نظامي ملاتړ له لېرې یا «حد زیاتې» له سټراټیژیکې مشورې نیولې تر د اطلاعاتو او ښوونې (احتمالآ له افغانستان د باندې) ګډون پورې افغان ځواکونو ته یې وړاندې کوي یا نه؟
دا ډول ملاتړونه کولی شي د جنګ ډګرونو کې د افغانستان دولت ته د تعادل ساتلو سره ډېره مرسته وکړي.
دا د افغانانو لپاره په څه مانا ده؟
دې هېواد تېر یو کال کې د یو موخیزه وژنو کمپاین پیلېدو په دلیل، چې په ټوله کې د دې وژنو مسوولیت څوک نه اخلي خو په ګماني ډول طالبانو پورې تړل کیږي، له دې وړاندې د سیاسي مخکښانو او مدني ټولنې، ورځپاڼه لیکونو او روښانفکرانو د کډوالۍ پیلېدو شاهد و. دې کمپاین د طالبانو حاکمیت دورې ته د هېواد بېرته ورتګ، د ډېری افغانانو وېره راولاړه کړې ده.
د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک پټو ضمیمو د راپورونو پر بنسټ، په ۲۰۲۰ کال کې، ترهګرو خپلې کلنۍ سنتي مبارزې د ځینو محاصره شویو ولایتونو پر ځینو مرکزونو بریدونو لپاره پام وړ کمې کړې. که د متحده ایالاتو اعلامیې ته د طالبانو لومړی ځواب ثابت پاتې شي، شونې ده چې د سپټمبر میاشتې ته په ورنېږدې کېدو دغه ډله خپل بریدونه له سره پیل کړي. د یوې سختې جګړې څپرکی ممکنه ده چې د طالبانو پرمختګ لامل شي، چې کولی شي، پراخه ځای پر ځای کونې او د هېواد دننه سیاسي نوي بیعتونه تحریک کړي.