مایک پمپیو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر دوحه کې د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو سره ویني

ټاکل شوې، چې د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن (شنبه، ۱ لیندۍ) د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو ډلې له مرکچي پلاوو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مالوماتو پر بنسټ، مایک پمپیو به قطر ته په خپل دې سفر کې د دې هېواد لومړي وزیر مرستیال تمیم بن احمد ال ثاني د او د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره هم وګوري او د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو له هغې ډلې د فارس خلیج د یووالي پر ارزښت بحث او خبرې اترې وکړي.

ښاغلی پمپیو اوس مهال اروپا او منځني ختیځ ته په لس ورځني سفر راوتی دی. د نوموړي سفر فرانسې، ترکیې، جورجیا، اسراییل، عربي متحده اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته پلان شوی دی.

دغه سفر د نووېمبر په دیارلسمه پیل شوی او د همدې میاشتې په ۲۳مه یانې دوه ورځې وروسته پای ته رسیږي.

په وروستیو کې دواړو مرکچي پلاوو د کړنلارې پر سر اختلافونو حل کې د پرمختګ خبره کړې ده، خو دا موضوع په رسمي توګه له دواړو خواو رسنیزه شوې نه ده.