د بشري حقونو د شورا په اعلاميه کې راغلي چې په څلورمه دوره کې تمه کېږي چې هيوادونه د بشري حقونو په برخه کې پر پرمختګونو او هغو فعاليتونو خبرې وکړي چې د تېري دورې پر مهال يې د وړانديزونو د تطبيق لپاره ژمنه کړې وه.
د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې دغه پیښه د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند سیمه کې له غره سره د یو کرولا ډوله موټر د ټکر له امله شوې.
د پشتکوه ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي عبدالناصر نوراني وایي، چې پیښه نن (چهارشنبه، ۵ غویي) د دې ولسوالۍ په «ملا اباد» کلي کې رامنځته شوې.