نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي، چې د دغه ځوان جسد تېره ورځ د خاشرود ولسوالۍ اړوند «خاش» کلي کې په یوې څاه کې موندل شوی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې د يوه هزاره مشر له خولې ويل شوي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د ارزګان په يوه کلي کې لږ تر لږه ۱۳ تنه هزاره اوسېدونکي په دې موخه وژل شوي چې هغوی له خپلو ځمکو او کورونو څخه وشړل شي.
طارق علي بخیت زیاته کړې، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره کومه پټه اجنډا نه لري، بلکې هڅه کوي چې «له افغانانو سره د مرستې او له نړۍ سره د افغانستان د تعامل لپاره زمینه برابره کړي».
د «افغانستان پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمیټې» له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ایران او پاکستان له حکومتونو سره په همغږۍ دې د پخوانیو افغان پوځیانو قانوني حضور د مهاجرینو په توګه برابر کړي.