ښاغلی فرید خان وایي، پولیسو یې همداراز په اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال سل کیلو ګرامه نشه یي توکي او ۹۵ لیتره تیزاب کشف کړي، خو په تور یې څوک نه دي نیول شوي.
د تښتوول شوي ډاکتر د کورنۍ غړي وایي، چې د ډاکتر منهاج الدین له تښتوول کیدو وروسته ترې د هغه د راخوشې کیدو په بدل کې د پېسو غوښتنه هم شوې.
د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، نوموړی په لسګونه اختطافونو کې په لاس لرلو تورن دی. هغه زیاته کړه: «ملي امنیت جلال اباد ښار کې عملیات کړي چې پر مهال یې د انسان تښتوونکو د بانډ مشر اسلم نیول شوی دی.»
هغه ټینګار وکړ: «د طالب بندیانو خوشې کول د سولې په هیله و، چې [طالبان] د خبرو پیلېدو ته حاضر شي، څو جګړه پرې او اوربند وکړي.»
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۷ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۵ زره او ۶۳ تنو ته ورسېد.
یوسفزي زیاته کړه: «تیره شپه وسله والو طالبانو د ملي اردو پر ځواکونو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې یې افغان ځواکونو له لوري پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي. افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
هغه زیاته کړه: «د ملي امنیت کارمند ډګروال صحرایي باندې نن سهار مهترلام په سیمه کې برید شوی، چې پر مهال یې نوموړی وژل شوی دی.»
نیول شوي کس دغه راز ویلي دي، چې سلاح یې له حقاني شبکې له خوسته لاسته راوړې وه او پر کابل پوهنتون د برید لارښوونه هم ثناوالله کړې وه.
ښاغلی غریبمل وایي، د ننګرهار کانال په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه کې، چې يو مهال د زيتونو بوټو شتون درلود اوسمهال يواځې ۱۷۲۰هکتاره ځمکه کې له ونو څخه زيتون ترلاسه کيږي.
له ارګه په نننۍ (پنج شنبه، ۲۲لړم) خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې فرمان پر بنسټ همایون حامد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فرخ لقا یې د دې کمېسیون غړي ټاکلي دي.