د پېښې له سيمې يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دې ځوانې ښځې د يو ګيلاس تيزاب په څښلو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی.
يوې سرچينې زیاته کړه، چې دا نجلۍ له خپلې خوښې پرته د کورنۍ په غوښتنه له يوه هلک سره کوژدن شوې وه او له خپل کوژدن سره يې د ټیليفون پر کرښه تر شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.
بصیره وايي، چې د ژمې سړې شپې او ورځې يې د ژوند له ډېرو ابتدايي امکاناتو پرته تېرې کړې دي او د ژوند ټوله پانګه يې دوه – درې بالښتونه او يوه څيرې – څيرې خيمه ده.
اوس مهال افغانستان په نړۍ کې يوازينی هيواد دی چې ښځې پکې د تعليم کولو حق نه لري. د ښځو لپاره د کار فضا په خاص ډول په دولتي ادارو کې تر بل هر وخت محدوده شوې ده.
هغې نن سهار (یکشنبه،۷ د وري) په یو ټویټ کې لیکلي، ملګري ملتونه له حکومتونو سره کار کوي چې د ښځو او نجونو د ښه خوندیتوب لپاره قوانین او مقررات پیاوړي کړي.
د دې راپور په وينا، «يو اړخيز» طلاقونه په تېرو شلو کلونو کې عموما هغو ښځو ته ورکړل شوي، چې هڅه يې کوله له خپلو «بدو» يا هم روږدو مېړونو ځان خلاص کړي.
زموږ د خلکو تر منځ يو بد کلتور دادی چې نږور د خواښې خادمه ګڼي. خواښې چې عموما د کور د چارو مشري ورسره وي، په پښتنه ټولنه کې يې زما د تجربې له مخې عموما له خپلو نږندو سره ډېر بد چلند کړی دی
له ښځې سره زموږ تبعيضي چلند زموږ په ټولو ټولنيزو کړو وړو کې شته دی، زموږ فرهنګ لا هم داسې رواجونه او دودونه په ځان کې ساتي چې د ښځې هر ډول بشري او انساني حقونه پکې تروړل کېږي.
که طالبان يو دولت فرض کړو، نو په دې کې شک نه شته چې د دې احکامو اجرا کول له دوی سره د هغو مشکلاتو په حل کې هيڅ مرسته نه کوي، چې ورسره مخ دي.
په داسې حال کې چې په هېواد کې د جنګ، جګړو له امله د بېوزلي کچه خورا زياته ده او د احصايې ادارې او بشر حقونو کميسيون د شمېرو له مخې د پکتيا ولايت شاوخوا ۴۸ سلنه اوسېدونکي د بېوزلي تر کرښې لاندې ژوند کوي، نو د دومره زيات ولور پوره کول خورا ستونزمنه ده.