د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو ټينګار کړی چې يوازې يو ټول ګډونه او ولسمحوره دولت د دې وړتيا لري چې د ولس غوښتنې پوره کړي او سياسي ثبات تأمين او د افغانستان ملي وحدت ډاډمن کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۰۱۸ کال د جنوري میاشت کې هغه وخت رامنځته شو چې نقیب الله مسید، ځوان سوداګر د کراچۍ ښار کې د پولیسو له خوا ووژل شو. د دې پیښې په اعتراض په لومړي پړاو کې «د مسید ژغورنې غورځنګ» ډېری اسماعیل خان کې را منځته شو او له لږ ځنډ وروسته دا لاریون د پاکستان پلازمینه اسلام آباد ته ورسیده.
د اروپايي اتحاديې او مرکزي اسيا د هيوادونو استازو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو هغه ټول لګېدلي بنديزونه لېرې کړي چې د تحصيل، کار او په عمومي ژوند کې د هغوی د ګډون مخه نيسي.
اسټرالوي کرکټ بورډ زياته کړې، چې دوی د کرکټ له نړيوالې شورا او د افغانستان له کرکټ بورډ سره له نږدې کار کوي، تر څو داسې اقدامات وشي چې په راتلونکي کې دوه اړخيزې لوبې ترسره شي.
دراني يادونه کړې، چې طالب چارواکو اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د ليدنې پر مهال د خپل مشر هغه امر ياد کړی، چې په وينا يې په پاکستان کې يې بريدونه حرام بللي دي.
د ۱۳۹۹ د ليندۍ په ۳۰ نېټه د ټاکنو خپلواک کميسيون د يوې اعلاميې په خپرولو په هممهاله ډول د درې ټاکنو تر سره کولو ته د چمتووالي خبر ورکړ.
ارزګان کې د واکسين د برخې مشر بخت محمد مصطفی وايي، چې دغلته نږدې ۹ سلنه ماشومان چې عمرونه يې تر پنځه کلونو کم دي د عامه پوهاوي نشتون له امله په بشپړ ډول له پولیو واکسين څخه کېږي.
اروپايي ټولنې ويلي، چې د دې اتحاديې نوې مالي مرسته به په افغانستان کې د خوړو کړکېچ ته په رسيدګي کې مرسته وکړي. په افغانستان کې تقريبا نيمايي نفوس د خوړو په برخه کې له سختې ناامنۍ سره مخ دی.
اطلاعات روز: د اسيا جام په وروستۍ لوبه کې د سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلې افغانستان ته په دوو منډو ماتې...
سوداګر محمد اشرف د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان له حکومت غوښتنه کوي، چې په خپلو ژمنو دې عمل وکړي او سوداګرو ته دې د ستونزو رامنځته کیدو پر ځای پر اسانتیاوو کار وکړي.