امرالله صالح نن (دوشنبه، ۲۴ د غبرګولي) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې طالبان د یوې نازکې کرښې رامنځته کولو سره مخته تللي، او شا ته کوم ژوروالی او پراخوالی نه لري.
امرالله صالح د نن (پنج شنبه، ۹ د سلواغې) د سهار له شپږنیمو بجو پر فیسبوک خپور شوي راپور کې ویلي، چې د امریکا له نوې ادارې سره د تازه روحیې په رامنځته کېدو د ایتلاف غړیو لپاره د مشورو او درناوي لار، ترهګرو ته د لابي دسیسه او د منفي لاسوهنو لار تنګوي.
امرالله صالح د نن (دوشنبه، ۲۹ مرغومې) شپږ نیمو بجو له غونډې پر خپلې فېسبوکپاڼې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي چې په لویو ښارونو کې د ترور یا وژنو کچې لوړېدو تر ټولو محوري لامل دا دی چې د ده په وینا د نیول شویو طالبانو فکر دا دی چې بېرته ازادیږي.
امرالله صالح د نن سهار (پنج شنبه، ۱۱ مرغومې) شپږ نیمو بجو له غونډې پر خپلې فېسبوکپاڼې خپرې شوې لیکنې کې ویلي، د چارواکو سوداګرو او نورو نامتو وګړو له خوا د سړکونه تړل د امنیت خوندیتوب تر ټولو بده لار ده.
صالح لیکلي چې ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت عمومي ریاست او نور دولتي ارګانونه کولی شي طالبانو ته وپوهوي چې «سهوه یې کړې». هغه ټینګار کړی چې د دولت وړتیا سولې ته لار لنډوي.
د ښاغلي صالح په وینا، دا طرحه درې مهمې برخې لري، چې په ارزښتونو کې یې کومه ستونزه نشته خو په وینا یې چې نورې برخې یې افغانانو لپاره لکه یو لړزېدونکي پل په څېر دي چې په منلو سره یې ناڅرګند برخلیک سره مخ کېدی شي.
ښاغلي صالح د نن (شنبه، ۴ سلواغې) سهار شپږ نیمو بجو له غونډې پر خپل فیسبوک خپور شوي راپور کې له کورنیو غوښتي چې د دیني زده کړو په نوم دې خپل ماشومان کوم چا ته نه تسلیموي.
ښاغلي صالح د نن (دوشنبه، ۲۲ مرغومې) سهار شپږ نیمو بجو له غونډې پر فېسبوک خپور شوي مطلب کې ویلي، چې کابل کې پرون ورځ درې تنه په جنایي پېښو کې وژل شوي دي. د ده په وینا پولیسو دغه موضوع تر څېړنې لاندې نېولې ده.
ښاغلي صالح نن (دوشنبه، ۸ مرغومې) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، پرتله ییزې ارزونې ښودلې چې ان د ثبات او ارامۍ حالت کې هم کابل د نړۍ او په ځانګړي ډول درېمې نړۍ هېوادونو پرتله تر ټولو کم پولیس لري.
ښاغلي صالح د نن (چهارشنبه، ۳ مرغومې) سهار ۶:۳۰ بجو ناستې په اړه پر خپل فیسبوک خپاره شوي مطلب کې ویلي، هغه بمونه چې له چاودېدونکو صنعتي توکو جوړېږي له لېږلو سرچینه یې پاکستان هېواد ده.