سرچينه ادعا کوي، چې د درې ساعتونو نښتې وروسته د «مقاومت جبهې» ځواکونو شا تګ وکړ. د سرچینې په وينا، په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د ودانۍ ځينې برخې ويجاړې شوې دي.
د سرچينې په وينا، په دې بريد کې د دښتقلعه په امنيې قومندانۍ کې د طالبانو يو رينجر موټر تخريب شوی دی. خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تخار دشت قلعه اوسیدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې د طالبانو ارشاد او دعوت آمريت ورزشي روزونکو ته ويلي چې تر امر ثاني پورې د بزکشۍ او فوټبال لوبو د کولو اجازه نه لري.
ځایي اوسیدونکو د کډوالو د ځای په ځای کیدو پروړاندې، چې ډیری یې کوچیان دي لاریون کړی، او له دوی سره یې نښتې هم کړي دي. د دغو نښتو په پایله کې تر اوسه د تخار څلور اوسېدونکي وژل شوي دي.
سرچينه زیاتوي، چې د عبدالمتين پر بدن د وهلو ټکولو نښې لیدل کېږي او داسې ښکاري چې طالبانو هغه د برېښنا پر مټ وژلى دى.
یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې شاوخوا ۶۰ طالب ځواکونو د «مقاومت جبهې» غړي محاصره کړي و.
د سرچينې په وينا، له څو ساعته نښتې وروسته مقاومت کوونکو محاصره ماته کړه او طالبانو ته یې هم مرګ ژوبله واړوله.
په تخار ولايت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند مبين صافی د دې کسانو نيول تاییدوي او وايي، چې له دوی سره څو مبايلونه، يوه توپنګچه، سګريټ او يو څه هيروين نيول شوي دي.
دوی غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو بنسټونه او د ملګرو ملتونو سازمان دې په افغانستان کې پر ښځو کېدونکي تاوتريخوالي ته پام وکړي.
خو عيني شاهدان بیا اطلاعات روز ته وايي، چې دا چاودنه د مقناطيسي ماين له امله رامنځته شوې او موخه يې د طالبانو «رنجر» ډوله موټر و.
د بهارک ولسوالۍ په «آوارسای» کلي کې د سرو زرو د کان د کشف نږدې ۲۵ کاله کېږي، خو ويل کېږي چې دا کان تر اوسه له کانونو او پټروليم وزارت سره نه دی ثبت شوی.