د ارزګان یو اوسیدونکی وایي: «سږکال خلک د تېرو کلونو په څير پیسې نه لري ځکه اوس ترياک بند شوي او خلک د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.»
يوناما د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په وينا ويلي دي: «لويي ننګونې شته دي. افغانستان په نړۍ کې د ۸۵ سلنې تارياکو سرچينه ده.»
د طالبانو د امنيه قومندانۍ دغه وياند زیاتوي، چې د تارياکو د کښت اړولو لړۍ يې وروسته له هغه پیل کړې چې د دوی مشر ملا هبت الله د تارياکو پر کښت او کاروبار باندې د یوه فرمان له مخې بندیز ولګوه.
کندهار کې د ترياکو پلورونکي وايي، له دې پريکړې وروسته به د ترياکو په بيو کې نور هم لوړوالی راشي.
اووه څلوېښت کلن عبدالله يو له هغه کروندګرو دی چې سږکال یې د کندهار ولايت په ژیړۍ ولسوالۍ کې پر خپل ټوله ۲۰ جريبه ځمکه کوکنارو کرلي، هغه اطلاعات روز ته وويل، کوکنار لږ کار غواړي او ډېرې پيسې ګټي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وایي، دغه نامعلوم هویته کس د کوکواغا دربار ته څيرمه د کوکنارو په یوه پټي کې نېښګر و.