دغه راز د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر جوش بټلر هم ویلي، دغې لوبې ته یې ښه چمتووالی نیولی خو د افغانستان ورو توپ اچوونکو ته په اشارې یې زیاته کړې چې لوبه به ورته اسانه نه وي.
په نننۍ لوبه کې رحمن الله ګربز تر نورو ښه ولوبید او ۴۷ منډې یې وکړې. ابراهیم او عظمت الله بیا ۲۲، ۲۲ منډې وکړې او تر هغې وروسته افغان لوبغاړي په پرلپسې توګه وسوځیدل او ټولې یې ۱۵۶ منډې یې جوړې کړې.
اعلامیه زیاتوي، چې دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار، زده کړو، پارکونو او ورزشي ځايونو ته پر تګ بنديز ولګېد.
د لوبو، هنرونو، زده کړو، ښځو، حکومتولۍ، سياست او نورو ټولو چارو په اړه د طالبانو نظر د يوه ځانګړي ديني ايډيولوژيک ليد پر بنسټ دی. پر همدې اساس د دوی باور دادی چې «کفار» د مسلمانانو د عقيدې د خرابولو او د هغوی د ګمراه کولو لپاره له بېلابېلو حربو کار اخلي.