د سولې ټول ګډونه حکومت طرحه او په ورته مهال ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خبردارۍ لیک، په دوو تېرو اونیو کې د افغانستان سولې لړۍ سخته تر اغېز لاندې راوستې.
د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، ۲۴ د کب) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي اتمر په دې اړیکه کې له ترکیې د «باور وړ» هېواد په توګه د افغان سولې دویم پړاو خبرو د کوربه توبه له تیاري ستاینه کړې ده.
د دې ولایت د ۲۲ ولسوالیو شاوخوا سلګونه اوسيدونکو د امنيتي ځواکونو قرباني وستایلې او له موقت حکومت سره یې مخالفت څرګند کړ. غونډې ته د کټواز زون قومي مشر نورمحمد وويل، اوسنی نظام د ټولو افغانانو په خیر دی او پاید د لاښه والي لپاره یې هڅې وشي.
دا غونډه نن (دوشنبه، ۱۶ د وري) د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، چې په کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ګڼ شمیر ولسي خلکو ګډون کړی وو.
اخوا بیا د ملي روغې جوړې عالي شورا هم ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد نن له غرمې وړاندې له ښاغلي عبدالله سره چې د ده مرستیالان، د شورا مشرتابه غړي او د هېواد ځینې سیاسي شخصتیونه ول، په سپیدار ماڼۍ کې لیدلي دي.
د ملي امنیت سلاکار نن (شنبه، ۲۳ د کب) د جګپوړو امنیتي چارواکو خبري ناستې ته خبرو کې وویل، د هېواد بهرنیو چارو وزارت او د ملي پخلاینې عالي شورا په دې ناستو کې د نورو هېوادونو او طالبانو د ګډونوالو کچې جوتولو لپاره کار کوي.
د اسلامي حزب مشر دغه څرګندونې نن (پنجشنبه، ۱۲ د وري) کابل کې یوې خبری ناستې ته وکړې او زیاته یې کړه، چې دغه غونډې به یې په هغو سیمو کې چې د دولت تر کنټرول لاندې نه دي، وکړي.
خبرپاڼه وایي، تراوسه ۲۵ سیاسي ګوندونو او د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ غړو خپل نظرونه او طرحې دې کمېټې ته سپارلي، چې په کې ۳۰ طرحې شاملې دي.
ولسمشر دغه طرحه وړمه ورځ (سه شنبه، ۱۷ د وري) په ارګ کې د خپلو لومړیو مرستیالانو او د کابینې غړیو په شتون کې وړاندې کړې او پرون ناوخته رسنیزه شوې ده. د ولسمشر غني د سولې دغه طرحه په دریو پړاوونو کې برابره شوې ده. د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د سولې دغه طرحه د امریکا له خوا افغان سولې لپاره د طرحې پر وړاندې برابره او په ډاګه شوې ده.
د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن (یکشنبه، ۲۲ د وري) رسنیو په یو استول شوي ویډیویي پیغام وایي، د ترکیې ناستې لپاره د سولې چمتو شوې طرحه مسوده یې د دې شورا مشر عبدالله عبدالله ته وسپارله.