ویل شوي دي چې افغانستان ته د روغتیا نړیوال سازمان د رييس او د لوړپوړو چارواکو د سفر هدف، د دې مرستو د دوام په اړه خبرې اترې دي.
د روغتيا د نړيوال سازمان مشر ويلي، چې دا سازمان په افغانستان کې په روغتيايي برخه کې د فعاليتونو د دوام غوښتونکی دی او په دې لړ کې د طالبانو همکارۍ ته اړتيا ده.
افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې تر اوسه د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي. په دغو دوو هېوادونو کې ناامني تل د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې یوه ننګونه پاتې شوې. تر دې وړاندې کلونو کې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکوله.
د روغتيا د نړيوال سازمان په راپور کې چې نن (پنج شنبه، ۲۲ د چنګاښ) خپور شوی راغلي، چې د کانګو په ناروغانو کې ۹۹.۸ سلنه افراد تر پنځه کاله لوړ عمر لري او ۲۸.۵ سلنه يې ښځې دي.
No More Content