د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه د فعالانو او بشري حقونو د مدافعينو نيونې ته هم اشاره کړې چې د خپلو حقونو لپاره له سولييز اعتراض او د بيان له ازادۍ څخه استفاده کوي.
په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان د دیني ارزښتونو او خلکو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته د راپور ورکولو او د څېړنو د ترسره کېدو په اړه وضاحت ورکړ.
په جينيوا کې د افغانستان استازولۍ وايي، چې د بېنټ د راپور تر وړاندې کولو وروسته به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه تعاملي خبرې – اترې هم وشي.
ښاغلی بېنټ داسې مهال پنجشېر ته سفر کړی، چې د «مقاومت جبهه» ادعا کوي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د پیریان ولسوالۍ پر اوو کلیو بریدونه کړي او د خلکو خصوصي حریم ته ننوتي دي.
یوناما ویلي، چې د تاوتریخوالي پای ته رسول او د ښځو او نجونو د حقونو تامین د دوامدارې سولې لپاره اړین دي.
اطلاعات روز: د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ريچارډ بېنټ وايي، چې په جرمني کې له مېشتو افغان مدني فعالان سره...
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپورچي ريچارډ بېنټ او د بشري حقونو سازمانونه د افغانستان د ښځو د وضعيت په اړه خپل راپورونه شريکوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د برېتانیا استازولۍ ويلي، چې په افغانستان کې د هزاره ګانو پر وړاندې د بريدونو د زياتوالي په اړه اندېښنه لري.
په دې راپور کې راغلي، چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سيسټماټیک نقض او تروړنې پېښې زياتې شوې دي د سولييزو غونډو د جوړولو حق، د بيان ازادي، د ژوند کولو حق تر پښو لاندې شوی.
کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر مشرې رافیلا لودیس د ويسا نيول کېدل ټکان ورکوونکي بللي دي. هغې په يوه ټويټ کې ليکلي چې ويسا يو داسې څوک دی چې له خپل هيواد سره مينه لري.