د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایيې ادارې له شمېرو سره سم، د دې ډلې سرپرست حکومت د واک له نيولو وروسته بيا د سږکال تر غبرګولي مياشت پورې تر ۳۵۰ ميليارده افغانيو زيات عايدات ترلاسه کړي او تر ۲۶۱ ميليارده زياتې افغانۍ يې مصرف کړې دي.
افغانستان ګڼ کانونه او طبيعي سرچينې لري، خو د جنګ له وجې یې حکومتونه نه دي توانيدلي چې له خپلو سرچينو استفاده وکړي او اوس مهال یې وګړي له فقر او لوږې سره مخ دي.
مالیې وزارت وایي، چې د روان ۱۴۰۱ کال په لومړیو لسو میاشتو کې له هېواد څخه ۲.۷ میلیونه ټنه سکاره صادر شوي، چې په دې سره ۱۲ میلیارده او ۸۰۸ میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول راټول شوی
دوکانداران په دې باور دي چې د جمهوريت پر مهال ماليې له هغوی څخه د عايدو پر اساس اخيستل کېدلې د دوی په وينا، طالبان اوس د خپلو عوايدو د زیاتوالي په موخه پر دوی ظلم کوي.
د ښاغلي بدري په وینا، چې د اداري فساد پر وړاندې یې جدي مبارزه پیل کړې او د عوایدو سرچینې فعالې او منظمې شوې دي.
د طالبانو ماليې وزارت وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې د دې وزارت عادي او پرمختيايي بودبجه ۲۳۹ ميليارده او ۳۷ ميليونه افغانۍ وه چې ۸۱.۶۸ سلنه يې لګول شوې ده.
کندهار کې د طالبانو د ګمرک رياست وياند خليل الرحمن وردګ وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې يې د ګمرکي محصول څخه ۱۴ مليارده، ۳۲ میلیونه، ۷۴۵ زره او ۵۷۰ افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
د طالبانو ماليې وزارت ادعا کړې، چې د عوايدو بې مخينې زياتوب ښيي چې په ګمرکونو کې مسلکي او ژمن کادرونه ټاکل شوي، د فساد کچه صفر ته رسيدلې او په ګمرکي چارو کې بشپړه روڼتيا را منځته شوې ده.
یو تن هټۍ وال اطلاعات روز ته وویل، چې د ښاروالۍ ریاست کارمندانو یې څو ورځې وړاندې په دې موخه د دوکان دروازه پرې وتړله چې د یوې کوچنۍ لوحې یا اعلان پیسې یې پر وخت نه وې تحویل کړې.
د ګردېز ښار ماسټرپلان د تطبیق عملي پیل، د ښاري نظم په موخه د اصنافو تقسیم بندي، د بندو لارو خلاصون او د تخریب شویو سړکونو بیا رغونه یې هغه کړنې دي، چې د ښاروالۍ له لوري په تېرو پنځو میاشتو کې ترسره شوې دي.