د دې بنسټ په وينا، د پسرلي د موسم له پېلېدو سره سم سختو بارانونو او د سيلابونو راوتو د افغانستان په اوو نورو ولايتونو کې شاوخوا ۶۴۵ کورنۍ اغېزمنې کړې دي.
د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی خان محمد وایي، سیلابونو یې کرنیزه ځمکه تخریب کړې او دغه راز یې په څلور جریبه ځمکه حاصل ته رسیدلي تازه سبزجات او نور فصلونه له منځه وړي او دوی ته یې په زیاته اندازه مالي زیانونه هم اړولي دي.
د ننګرهار کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالستار محمد نن رسنیو ته وویل، چې د یاد ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د وروستیو شدیدو ورښتونو او سیلابونو له کبله ۱۶ زره ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه د غنمو، سبو او هندوانو فصلونه له منځه تللي دي.
د شمېرو له مخې په کندهار ښار کې د تېلو شاوخوا ۳۰۰ لوى او وړې ذخیرې شتون لري، چې د سټنډرډ ادارې د مسوولينو په وينا، شاوخوا ٢٣٠ ذخیرې له تېلو ډکې او پاتې نورې يې خالي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، دغه سیلابونه تېره شپه (یکشنبه، ۲۶ د وږي) د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو په ګڼ شمېر سیمو کې راوتلي دي.