د یاد بنسټ مسوول قاري محمد شاه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا کار یې په ټولنه کې د مطالعې کلتور د پیاوړتیا په موخه کړی. نوموړی وایي، هڅه کوي خپل فعالیتونه نورو ولسوالیو او ولایتونو ته هم وغځوي.
دغه کتابتونونو ته هره ورځ مازدیګر مهال له لومړي ټولګي څخه تر اووم ټولګي پورې نجونې او هلکان راځي او خپل د خوښې وړ کتابونه لولي.
د نوید الله په نامه یو بل کتاب پلورنکی هم ورته شکایت کوي او وایي، د پخوا په پرتله پیریدونکي نه لري نو ځکه خو اوس کتاب پلورونکي له خپل روزګاره راضي نه دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نور محمد حنیف د کتاب لوستنې په موخه د دا ډول نندارتونونو جوړیدل د مطالعې فرهنګ دودیدو په موخه ګټور بولي.
کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګانی نن (یکشنبه، ۱۰ د مرغومي) د دې نندارتون په پرانیسته کې وویل، چې د نندارتون له جوړیدو څخه يې موخه کتاب او مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي.
د کونړ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب الله حنیف د کتاب لوستنې په موخه د دا ډول نندارتونو جوړیدل د مطالعې فرهنګ دودیدو په موخه ګټور بولي.
د لیکوال د لیکلو سبک، او هغه کنایې، چې لیکوال په خپله لیکنه کې کارولې دي د دې سبب ګرځي، چې لوستونکی دومره د ځان په طرف جلب کړي، چې ان کله کله ځان د داستان او یا ناول د اصلي کرکټر په توګه ورته برېښي، دغه راز مطالعه مو دې ته اړه کوي، چې له سره په خپل فکر او ذهن باندې کار وکړئ او کار کولو ته یې مجبور کړئ.
No More Content