هغه اطلاعات روز ته وویل ټول ښوونکي ډېر خراب اقتصادي وضعيت زغمي او په خبره يې که د ښوونکو ستونزو ته پام ونه شي ډېر ښوونکي به اړ شي چې دنده پريږدي.
دوی شکايت کوي چې د ولسمشريزو ټاکنو او د ښوونکي په ورځ ور سره تکراري ژمنې کيږي، خو نور به په ژمنو ونه غوليږي او که په دې برخه کې عملي اقدام ونه ويني، ښوونځي به وتړي.
سرپرست وزیر خالد پاینده چې نن (پنج شنبه، ۲۳ د سلواغې) د حکومت رسنیو مرکز کې ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې خبرې کولې وویل، چې د همدې معاشاتو لوړولو لپاره یې هغه کوډ ته چې د دوی معاشونه ترې ورکول کیږي، ۱.۷ میلیارده افغانۍ ورزیاتې کړې دي.
هغه د طالبانو له ولایتي چارواکو غوښتنه کوي، څو ژر تر ژره دولتي ښوونکو ته معاش ورکړي او د راتلونکي لپاره یې په منظمه طرحه کار وکړي.
د بلخ د مسلکي او تخنيکي زدکړو د مرکز يوه استاد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی ته د تلې پر ۱۸مه د يونيسف له خوا ۱۸ زره نغدي مرسته ورکړل شوې وه.
د زرمینې په نامه یوه کونډه میرمن چې خاوند یې د تیرحکومت پرمهال ملي پولیسو کې وژل شوی او اوس یې د پنځو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده، هم د طالبانو له ناسم چلند شکایت کوي.