په همدې حال کې د کندهار عامې روغتیا مشر طاووس نادري اطلاعات روز ته وویل، چې تر اوسه یو وژل شوی او ۳۶ ټپيان د یادې پېښې له ځایه د میوند ولسوالۍ او کندهار ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو ویاند حکمت الله میوندی وایي، دغه سب سټیشن د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د همدې شرکت لخوا جوړ او تېره ورځ (چهارشنبه، ۸ د لیندۍ) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هوساينې موسېسې ولايتي مسوول محمد نبي شيرزاد وايي، دغه پروژې د UNDP موسېسې له لوري د ۲۵ميليونه افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.
يوې سرچينې وويل، چې د دغه سړي جسد نن (یکشنبه، ۶ د وري) د هلمند د ميوند او سنګين ولسواليو په سرحدي سيمه «مالمن» کلي کې موندل شوى دى.