د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبانو تل له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې له ډیپلوماتیکو لارو د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي او د افغانانو ښه کوربه توب وکړي.
کله چې د بلوچستان ايالت د خلکو فکر افراطي ګڼو هدف مو هماغه افراطيت دی چې د طالبانو په افکارو کې پټ دی او د دې سبب شوی دی چې د خپل هيواد نيم نفوس حذف کړي
ډی نيوز ليکلي، چې حنا رباني به په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير ملا امير خان متقي سره وويني.
د طورخم کمیسار وایي، پاکستاني لوري ورسره د یادو مرستو د سپارلو پر وخت ژمنه وکړ، چې په راتلوونکي کې به هم له افغانانو سره ورته مرستې دوامداره ساتي او یواځې به یې نه پرېږدي.
د ايران، چين، روسيې او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو له امريکا او متحدینو يې هم غوښتي چې په افغانستان کې د اوسني وضعيت مسووليت دې ومني او سمدستي دې د افغانستان پر خلاف يو اړخيز بنديزونه لېرې کړي.
د طالبانو دفاع وزارت نن سهار د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دوی د تېرې شپې د هوايي بمباريو په غبرګون کې د پاکستاني پوځ نظامي مرکزونه تر بريدونو لاندې راوستي، خو د مرګ، ژوبلې په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د دفتر له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې جنرال عاصم دا څرګندونې د خيبرپښتونخوا ايالت له قبايلي مشرانو سره په يوه غونډه کې کړي.
یو شمیر نور سوداګر اندیښنه لري او وایي، که د تورخم دروازه ژر خلاصه نه شي، نو له امله به یې نه یوازې سوداګرو ته زیان ورسیږي بلکې په بازارونو کې به ورسره د خوراکي توکو په بیو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.
ښاغلي متقي زیاته کړه چې د طالبانو حکومت حق لري چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ولري او د نړیوالې ټولنې مسوول غړی شي.
د بار وړونکي موټر چلوونکی جمعه الدين وايي چې ياده ستونزه له څو ورځو راهيسې پيل شوې او د ټولې ورځې په جريان کې د ګوتو په شمار موټرونو ته پر کرښه د اوښتو يا رااوښتو اجازه ورکول کيږي.