دغه غونډه چې نن (یکشنبه، ۱۴ د وږي) ترسره شوه، په کې یو دیني عالم عبدالقادر قانت وویل چې د پنجشېر ولایت موضوع د جنګ له لارې نه شي حلېدی.
یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دغه زوی او پلار نن (دوشنبه، ۱۶ د غبرګولي) د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په «یلاقنشین» سیمه کې په ډزو وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له تېرې يوې اونۍ راهيسې د پنجشېر ولايت په مرکز کې د سلام مخابراتي شرکت د یوې پایې فعالیت د لمر لویدو وروسته بندیږي.
ښاغلی بېنټ داسې مهال پنجشېر ته سفر کړی، چې د «مقاومت جبهه» ادعا کوي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د پیریان ولسوالۍ پر اوو کلیو بریدونه کړي او د خلکو خصوصي حریم ته ننوتي دي.
د دې ځوان کورنۍ وايي چې ده له هيڅ ډلې او د طالبانو له مخالفې جبهې سره تړاو نه درلود؛ خو معلومه نه ده چې دی ولې طالبانو وژلی دی.
ذبیحالله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې پنجشېر ولایت د دوی ځواکونو نن (دوشنبه، ۱۵ د وږي) په بشپړ ډول نیولی دی. ښاغلي مجاهد لیکلي چې په یاد ولایت کې وسلهوال ځینې وځپل شول او پاتې یې د ده په وینا وتښتېدل.
يوه سرچينه وايي، چې د درفشان سيمې ته د طالبانو ۲۰ جسدونه په يوه چورلکه کې انتقال شوي او هلته یې کورنیو ته سپارلي دي. دغه سرچينه زیاتوي، اټکل کيږي چې د تلفاتو شمير به تردې هم لوړ وي.
ځايي اوسېدونکو طالبانو ته ويلي، چې د پوستې په ویجاړۍ کې دوى لاس نه لري؛ خو طالبانو د دوی له ټینګار سره سره د اووه کسانو لاسونه تړلي او له ځال سره یې بیولي دي.
د سرچینې په خبره، دغه دوه ځوانان هغه مهال په لار کې نیول شوي، چې په ډینا ډوله سوزکي موټر کې د رخې ولسوالۍ حصارک ته روان وو، چې خپلې غواګانې له غره راښکته کړي.
سرچينې وايي، چې طالبانو خداداد له دې کبله نيولی چې په تېر حکومت کې نظامي و او اوس يې د پنجشير مرکزي زندان ته انتقال کړی دی.