د ملګرو ملتونو د بښنې نړيوال سازمان عمومي منشي اګنس کالامار ويلي، چې په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د جنګي جناياتو لړليک او د نورو نړيوالو بشري حقونو د نقض موارد پراخ دي.
له دې ولسوالۍ څخه سرچينې وايي، چې طالبانو سږ کال د سيمې اصلي اوسېدونکي د غرونو په لمنو کې له خپلو کليو يا هم د اوړي له مېنو کډه کړي دي.
سرچينې وايي، چې طالبانو خداداد له دې کبله نيولی چې په تېر حکومت کې نظامي و او اوس يې د پنجشير مرکزي زندان ته انتقال کړی دی.
د سرچينو په وينا، کوم کس چې د طالبانو د پوستو جوړولو قرارداد یې اخيستی و، کارګرو ته يې ويلي چې تاوان يې کړی او پيسې نه لري چې دوی ته يې ورکړي.
يوه سرچينه وايي، چې د درفشان سيمې ته د طالبانو ۲۰ جسدونه په يوه چورلکه کې انتقال شوي او هلته یې کورنیو ته سپارلي دي. دغه سرچينه زیاتوي، اټکل کيږي چې د تلفاتو شمير به تردې هم لوړ وي.
په پنجشېر کې يوه بل ديني عالم هم په دې غونډه کې ويلي، چې په اسلامي نظام کې بايد ټول خلک او قومونه شريک وي او اسلامي عدالت هم بايد پلي شي.
له پنجشېر ولايت څخه سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، چې د دې ځوان نوم «الياس» و او په پنجشېر کې طالبانو ته د نږدې کس مولوي مسيح الله خوریی و.
د دې ځوان کورنۍ وايي چې ده له هيڅ ډلې او د طالبانو له مخالفې جبهې سره تړاو نه درلود؛ خو معلومه نه ده چې دی ولې طالبانو وژلی دی.
دغه غونډه چې نن (یکشنبه، ۱۴ د وږي) ترسره شوه، په کې یو دیني عالم عبدالقادر قانت وویل چې د پنجشېر ولایت موضوع د جنګ له لارې نه شي حلېدی.
ښاغلی بېنټ داسې مهال پنجشېر ته سفر کړی، چې د «مقاومت جبهه» ادعا کوي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د پیریان ولسوالۍ پر اوو کلیو بریدونه کړي او د خلکو خصوصي حریم ته ننوتي دي.