د ځایي طالب چارواکو د لومړنیو معلوماتو په اساس په دواړو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸۰ تنه مړه شوي او ۲۵۵ ټپیان دي. په دغه زلزله کې لسګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.
مجاهد نن سهار (پنجشنبه، ۲ د چنګاښ) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د قطر هیواد د بشري مرستو یوه الوتکه تېره شپه کابل کې ښکته شوې ده. د هغه په وينا، ايران هم زلزله ځپلو ته د بشري مرستو دوه الوتکې رالېږلې دي.
له پکتيکا راپورونه وايي، چې د دغه ولايت په ګيان، برمل او زيړوک ولسواليو کې د شوې زلزلې د قربانيانو شمېر له ۵۰۰ پورته ښودل شوی دی.
د طالبانو ځايي چارواکو اټکل کړی چې په زلزله کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی. همدارنګه اټکل کیږي چې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي او په زرګونو کسان ټپیان شوي دي.