د ځان وژنې دویمه پېښه په باغکې سيمه کې رامنځته شوې. هلته هم يو کس ځان وژنه کړې، خو د لامل په اړه يې تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي. طالبان هم په دولتزيو سيمه کې د رامنځته شوې پېښې پخلی کوي.
د ژیړۍ ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال مولوي اختر محمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د مرتضی په نوم يو اتلس کلن ځوان د کندهار ولايت د ژیړۍ ولسوالۍ په «پساو» کلي کې ځان زندۍ کړی.
سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، دغه ځوان د ياد کلي اوسېدونکی و، چې د تفنګچې په وسیله یې په خپل سر ډز کړی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
محمد نعيم چې له ډيرې مودې راهیسې یې په ياد مارکيټ کې د پرچون توکو پیر او پلور کوه تيره شپه يې د نامعلومو دلایلو له مخې خپل ځان ته زندۍ اچولې او مړ شوی دی.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ۱۸ کلن ځوان له هغه وروسته ځان وژنه کړې چې د ښوونکو له ناسم چلند سره مخ شوی و.
د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی چې ځان هجرت الله معرفي کوي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ضمیرخان په نوم یوه ځوان تیره شپه (جمعه، ۶ د غبرګولي) د کامې ولسوالۍ په «ارباپانو» کلي کې ځان وژنه کړې ده.
د نيمروز ولايت له پاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بهرام حقمل نن ( پنجشنبه، ۲۳ د چنګاښ) خبر ورکړی چې دغه کس د زرنج ښار د لومړۍ ناحیې په «سیاه چشمانو» سیمه کې ځان زندۍ کړی دی.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيې قوماندان محمد هاشم محمود اطلاعات روز ته وویل، چې په دغه ولسوالۍ کې هم یو ځوان ځان وژنه کړې ده.
په دغه ولسوالۍ کې يوې ځایي سرچېنې اطلاعات روز ته وويل، چې د نصرت الله په نوم دغه ځوان تېره شپه (شنبه، ۲ د تلې) ۹:۰۰ بجې د چنارتو ولسوالۍ د «پاتان» په سيمه کې ځان زندۍ کړی دی.
دغه ځوان لالی نومیږي، د کورنۍ غړي یې وايي، نوموړي دوه دېرش کاله عمر درلود او تېره ورځ (شنبه، ۱۶ د تلې) ۱۱:۰۰ بجې یې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.