د باختر خبري اژانس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب سرتیرو په تورخم ښارګوټي کې د پلټنو پر مهال په درېیو سوداګریزو محمولو کې پنځه زره او ٨٨ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد «امونیم نایټریټ» نیولي دي.
د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو استخباراتو ریيس ډاکتر بشير تېره ورځ (پنجشنبه،۲۲ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملي امنیت ځواکونو یې دې ولايت کې په يوه بار وړونکي موټر کې ۳۵۰ بورۍ امونيم نايتريت او نور چاوديدونکي توکي نيولي دي.
د سره صليب نړيوالې کميټې ويلي، چې که څه هم په افغانستان کې جنګ کم شوی دی، خو د ۲۰۲۱ کال تر اګست مياشتې وروسته د ماين او نورو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله مرګ ژوبله زياته شوې ده.
فریدخان زیاتوي: «پولیسو په مومندرې ولسوالۍ کې پولیسو په یو کنډواله کور کې زرګونه فیره د درنو او سپکو وسلو مرمۍ او چاودیدونکي توکي ترلاسه کړي دي.»