د کمپاين ګډون کوونکي ځوانان وايي، له دې کمپاين يې موخه خلکو ته د عامه پوهاوي رسول او له زده کړو محروم ماشومان ښوونځيو کې شاملول دي.
د سيد احمد په نوم يو تن دوکاندار اطلاعات روز ورځپاڼې ته بیا داسې وایي، ډېر خوښ دی چې ځوان د نشهيي توکو او نورو بېځايه مصرفونو پر ځای خپلې پيسي د خير او تعليم په لار کې مصرفوي.
د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو په واکمنۍ کې له خنډونو او جدي بنديزونو سره مخ دي، نه يوازي دا چې د کار کولو اجازه ترې اخيستل شوې، بلکې ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو پر تګ هم بنديز لګېدلی.
باغران د هلمند یوه لېرې پرته اوغرنۍ ولسوالۍ ده، چې د تیر جمهوري ۲۰ کلن نظام پرمهال تر ډیره د طالبانو تر ولکې لاندې وه او د جګړې تود سنګر و،چې هیڅ بنسټیز کارونه پکې نه دي شوي.
ټولنيزه پاشلتیا د تېر کال تر سياسي پاشلتیا څو چنده زياته ويجاړوونکې ده. دا پاشلتیا پېل شوی او دوام لري. متأسفانه راتلونکی ښه نه دی. په يوه جمله کې به درته ووايم چې که له تاريخه زده کړه ونه کړو، تکراروو به يې.
دغلته راغلي ماشومان که څه هم په تياره کې تر يوه څراغ لاندې زده کړې کوي خو هر يو د يوه روښانه راتلونکي خوبونه ويني ځينې یې غواړي يو تکړه ډاکټر شي خو یو شمیر نور یې د يوه تکړه انجنير او معلم کېدو ارمانونه په زړه لري.
د څمکنیو، ډنډپټان، جانیخېلو او لجې منګل ولسوالیو ځوانان وايي، لایې هم په سیمه کې ګڼ ماشومان له زده کړو محرومه دي او له دې لارې یې کورنۍ هڅوي، چې خپلو ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.
په هرات کې يو شمېر رواني ډاکټران وايي چې د بنديزونو له زياتېدو سره، د ښځو په ځانګړې توګه د زده کوونکو تر منځ رواني ناروغۍ زياتې شوې دي.
د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال ښځو او نجونو د ټولنې په بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه درلوده خو د جمهوري نظام په سقوط او د طالبانو په راتګ سره، په يوه ځل ټولې ښځې او نجونې پر کور کیناستلې
د ښځو چارو فعالانې وايي، چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو، پوهنتونونو او ښوونيزو مرکزونو تر تړل کېدو وروسته د افغانستان ځوان قشر سخته ضربه ليدلې.