لغمان کې د طالبانو د چاپېريال ساتنې ريیس محمد فهیم صدیقي په دغه ولايت کې پر ښکار بنديز تاييدوي او وايي، پر ښکار یې له بندیز موخه د چاپېريال ساتنې اصولو او مقرراتو پلي کول دي.
د کبانو روزونکي وايي، که اړونده ادارې ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي نو دغه ولايت به د کبانو په يو توليدي ولايت بدل او شته اړتياوې به پوره کړل شي.
بل لور ته د ننګرهار کانال رياست د کب روزنې مسوول بلال قريشي وایي، کانال اړوند د کبانو د روزنې هغه فارومونه چې دوه کاله وړاندې جوړ شوي وو، په لومړي ځل یې درې ټنه کبان بازار ته وړاندې کړي دي.
د کبانو روزونکي وايي، وچکالي، د کبانو لپاره د مشخصې خوراکې کموالی او سوړ بازار هغه لاملونه دي، چې دغه کاروبار ته يې سخت زيان رسولی او ګڼ فارومونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
له ننګرهار سربیره د کونړ اوسیدونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د کونړ سیند ته څیرمه سیمو کې د کبانو غیر قانوني ښکار زیات شوی دی.
د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي نورآغا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې اندیښنه وښوده او ویې ویل، چې په دا شان د کبانو نیول کیدل به د کبانو نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخ کړي.